کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۱): اقتصادي کميسيون يو شمېر اړوندو ادارو ته دنده ورکړه چې د کانونو د استخراج پر قانون په ګډه له سره
د افغانستان هنر شبکې له خوا په کابل کې د بېلا بېلو هنرمندانو د هنري آثارو تر ارزونې وروسته څو تنو ته هنري جايزې ورکړې.
د ټاپي ګازو نل لیکې شرکت اجرائیه رئیس وايي، دا چې په افغانستان کې پوره امنیت تامین دی، نو دوی کولی شي د دې پروژې لومړنۍ چارې پيل کړي.
د ملي دفاع وزارت وايي، د هوايي ځواکونو ۲ نورې الوتکې يې ترمیم او بیا فعالې کړې دي.
د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال له جمعیت اصلاح څخه غوښتي چې د عامه ذهنیت د تنویر، تعلیمي پراختیا او اجتماعي رفاه لپاره خپلې هلې ځلې نورې هم ګړندۍ کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې او د يوناما مشره وايي، یوناما او امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې بانکي سکتور کمزوری شي.
د پنجشېر ولایت د مستوفیت مسوولین وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۸۵ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د افغانستان د څلورو نړيوالو هوايي ډګرونو د هوايي چلند امنیت قرارداد د متحده عرب امارات ګاک کمپنۍ سره لاسليک شو.
د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کې، د دغه ولایت د پخواني والي عطامحمد نور اړوند ټلویزیون (میترا) په ودانۍ کې دیني مدرسې جوړه شوه.
د فاریاب والي په دغه ولایت کې د سیمهییزو رسنیو له مسوولینو سره په ناسته کې وویل چي د خبریالانو ستونزې به په جدي ډول تعقیبوي او د حل لپاره به یې کار کوي.