د ملي دفاع وزارت وايي، د هوايي ځواکونو ۲ نورې الوتکې يې ترمیم او بیا فعالې کړې دي.
د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال له جمعیت اصلاح څخه غوښتي چې د عامه ذهنیت د تنویر، تعلیمي پراختیا او اجتماعي رفاه لپاره خپلې هلې ځلې نورې هم ګړندۍ کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې او د يوناما مشره وايي، یوناما او امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې بانکي سکتور کمزوری شي.
د پنجشېر ولایت د مستوفیت مسوولین وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۸۵ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د افغانستان د څلورو نړيوالو هوايي ډګرونو د هوايي چلند امنیت قرارداد د متحده عرب امارات ګاک کمپنۍ سره لاسليک شو.
د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کې، د دغه ولایت د پخواني والي عطامحمد نور اړوند ټلویزیون (میترا) په ودانۍ کې دیني مدرسې جوړه شوه.
د فاریاب والي په دغه ولایت کې د سیمهییزو رسنیو له مسوولینو سره په ناسته کې وویل چي د خبریالانو ستونزې به په جدي ډول تعقیبوي او د حل لپاره به یې کار کوي.
بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې قطر د لوېدیځو هېوادونو له چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې د کړکېچ د مخنيوي لپاره د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل ډېر کړي.
د بهرنيو چارو وزارت له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د غړو هېوادونو د پرېکړې هرکلى کړى خو ټينګار کوي چې نړۍوال دې د افغانانو ديني او کلتوري ارزښتونو ته درناوى ولري.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له اریانا او کام اير هوایي شرکتونو سره د حاجیانو د لېږد رالېږد هوکړې لاسلیک کړې دي.