ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قطر: لوېدیځ هېوادونه دې د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل ډېر کړي

قطر: لوېدیځ هېوادونه دې د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل ډېر کړي

author avatar
29 May 2022 - 19:07
قطر: لوېدیځ هېوادونه دې د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل ډېر کړي
author avatar
29 May 2022 - 19:07

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۱): بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې قطر د لوېدیځو هېوادونو له چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې د کړکېچ د مخنيوي لپاره د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل ډېر کړي.

فایننشل ټایمز نن د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني له قوله راپور ورکړی، په داسې حال کې چې لوېدیځ د افغانستان په سرپرست حکومت  بندیزونه لګولي، یوازې د سازمانونو له لارې د افغانستان وضعیت نه شي څارلی.

هغه ویلي: «موږ به د هغه اقتصادي ناورین او د افراطپالنې د زیاتېدو لامل واوسو، چې له مخکې پیل شوې ده او دا کار یوازې خلک راډیکال کېدو او نښتو لوري ته بیایي.»

قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که نړیواله ټولنه له افغانستان څخه د امریکا تر وتلو وروسته، د افغانستان سرپرست حکومت سره پیاوړې اړیکې جوړې کړې وای، ښایي د اسلامپالو له ځینو افراطي اقداماتو مخنیوی شوی وای.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اوسني حکومت شاوخوا لس میاشتې شوې، خو تر اوسه کوم هېواد په داسې حال کې په رسمیت نه دی پیژندلی چې ځينې هييوادونه ورسره تعامل لري.

[/restrict]

Views: 164

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.