کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۵): د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې له هرمز تنګي د بېړیو تېرولو لپاره «د ازادۍ پروژې» عمليات په موقت ډول دروي، څو له ايران سره د سولې د احتمالي تړون وروستي کېدو ته زمينه برابره شي.
رويټرز د راپور له مخې، ټرمپ ويلي چې دا پرېکړه د يوه هر اړخيز تړون ترلاسه کولو په اړه د خبرو اترو د پرمختګ په تعقيب شوې، خو ټينګار يې کړی چې محاصره لا هم پر خپل ځای پاتې ده.
د ازادۍ پروژې عمليات دوه ورځې مخکې د امريکا له لوري پيل شوي وو او موخه يې هرمز تنګي کې د سوداګريزو بېړيو د امنيت ټينګښت بلل شوی و. امريکايي چارواکو ويلي چې دغه عمليات دفاعي او موقتي بڼه لري او امريکايي ځواکونه به د ايران اوبو يا هوايي حريم ته داخل نه شي، تر هغه چې پرې بريد ونه شي.
په همدې حال کې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو ويلي چې واشنګټن به يوازې هغه وخت پوځي مداخله وکړي، چې مستقيم بريد پرې وشي. هغه زياته کړې چې د کړکېچ هواري لپاره ډيپلوماتيکې هڅې روانې دي.
ايران او امريکا تر دې دمه په اسلاماباد کې د سولې د مستقيمو خبرو يوه دوره ترسره کړې، خو لا تر اوسه وروستی تړون نه دی شوی.
هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د تامین له مهمو لارو ګڼل کېږي او د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه تېل او مايع ګاز له همدې لارې لېږدول کېږي.