منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۶ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د کانونو د استخراج پر قانون له سره غور کېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۳ کتنې

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۱): اقتصادي کميسيون يو شمېر اړوندو ادارو ته دنده ورکړه چې د کانونو د استخراج پر قانون په ګډه له سره غور وکړي.

د سرپرست حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اقتصادي کمېسيون نن د رياست الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ غونډه وکړه.

سرچينه ليکي چې کمېسيون په ياده غونډه کې ماليې وزارت، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د افغانستان بانک مسلکي استازو ته هدايت وکړ چې له کانونو او پتروليم وزارت سره د کانونو د استخراج پر قانون په ګډه له سره غور وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه قانون پر اساس به له هغو شرکتونو سره تړون کېږي، چې پر مالي وړتيا سربېره د استخراج ظرفيت هم ولري.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې د ماليې وزارت، اوبو او انرژۍ وزارت، د افغانستان بانک او د فراه ولس استازو يوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د فراه د بخش آباد برښنا بند له نږدې وګوري او د پاتې کارونو په اړه يې راپور د دغه کمېسيون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.