یوه نیوزیلنډۍ اومېندواره پیغله خبریاله، وروسته له هغه چې هېواد یې د کرونا له امله د ورتګ اجازه ور نه کړه، افغانستان ته راغلې ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د روسیې له سفیر سره په کتنه کې د روانو حالاتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د تقویې په اړه خبرې وکړې.
پروجکټ افغانستان موسسې په کندهار، هلمند او دایکنډي ولایتونو کې له ۲۱۲ جنګ ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو او جامو مرسته وکړه.
ناپېژاندو وسله والو د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند د «عبدالعليکلا» په سیمه کې درې وروڼه- چې د میدان وردګو د چک ولسوالۍ اوسېدونکي وو- پر ډزو وژلي دي.
د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله چې د نړیوال جام سیالیو کې یې تر اوسه یوه لوبه ګټلې او یوه یې بایللې، ټاکل شوې سبا (د سلواغې دویمه) د زمبابوې له لوبډلې سره ولوبېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د اروپايي اتحادیې سفارت له پرانیستل کېدو خبر ورکوي او له افغانستان سره د دې اتحادیې د مرستو هرکلی کوي.
د بدخشان سیمه ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د واورې ښویېدو له امله درې کسان مړه او پنځه کسان چې تر واوره لاندې بند پاتې وو د سیمې د اوسېدونکو او امنیتي منسوبینو له خوا ژغورل شوي دي.
د پاکستان لومړي وزیر او د روسیې ولسمشر د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو د وروستیو تحولاتو او د سیمې پر وضعیت، په ځانګړي ډول پر افغانستان خبرې کړې دي.
په بلخ کې د رابعه بلخي راډیو چې د ښځو له لوري اداره کېده، ودانۍ او وسايل يې تېره شپه د اور لګېدنې له امله په بشپړه توګه له منځه تللي دي.
. . .
د افغانستان د علومو اکاډمي کې “د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسايلو څېړنیز مرکز” پرانيستل شو چې مسوولينو يې موخه په هېواد کې د بانکونو د سودي نظام پر ځای د اسلامي اقتصاد پر اساساتو ولاړ د ښو بدیلونو وړاندې کول وبلل.
د امریکا حکومت له افغان ولس سره د ۳۰۸ میلیونه ډالرو بشري مرستو د نوې بستې پر اعلان سربېره د کرونا ناروغۍ د یو میلیون دوز واکسین مرستې ژمنه هم کړې ده.