ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په علومو اکاډمي کې “د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسايلو څېړنیز مرکز” پرانیستل شو

په علومو اکاډمي کې “د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسايلو څېړنیز مرکز” پرانیستل شو

author avatar
12 Jan 2022 - 17:01
په علومو اکاډمي کې “د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسايلو څېړنیز مرکز” پرانیستل شو
author avatar
12 Jan 2022 - 17:01

کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۰): د افغانستان د علومو اکاډمي کې “د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسايلو څېړنیز مرکز” پرانيستل شو چې مسوولينو يې موخه په هېواد کې د بانکونو د سودي نظام پر ځای د اسلامي اقتصاد پر اساساتو ولاړ د ښو بدیلونو وړاندې کول وبلل.

د ریاست الوزراء مرستیال عبد السلام حنفي په دې اړه نیول شوو مراسمو کې وويل، نوموړی مرکز د وزیرانو په شورا کې تصویب شوی او منظور شوی چې د دغه مرکز په کاري لومړيتوبونو کې به د بانکونو د سودي نظام پای ته رسول او د اسلامي اقتصادي نظام په چوکاټ کې د ښه بدیل رامنځته کول شامل وي.

هغه زیاته کړه: “که چېرته موږ په ورځنيو مسايلو سر خلاص نه کړو، نو له ستونزو سره به مخامخ شو، نو له همدې کبله دغه تصمیم ونیول شو چې نوموړی مرکز به د افغانستان د بانکونو سودي نظام ته د پای ټکی ږدي او د اسلامي اقتصاد لپاره به د دې ښه بدیل وړاندې کوي او په دې برخه کې د دغه مرکز د پوهانو او متخصصینو دنده ده چې له بانکونو د اقتصادي پراختیا ناسمې لارې لرې کړي او پر ځای یې سمې لارې چارې وړاندې کړي.”

د علومو اکاډمي عمومي رییس شیخ فریدالدین محمود وویل، د علومو اکاډمي د اسلامي علومو په معاونيت کې د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسايلو نوی څېړنیز مرکز له پرانيستل کېدو سره به هڅه کېږي چې په افغانستان کې د بانکونو سودي نظام ختم شي او پر ځای به يې داسې بديل رامنځته شي چې د افغانستان اقتصادي نظام په اسلامي بڼه مخ ته لاړ شي.

د هغه په وينا، په نوموړي مرکز کې به د سودي نظام د بدیل لپاره نوی طریقې او لارې چارې وړاندې کېږي.

د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسایلو څېړنیز مرکز مشر مفتي ابو سعید وویل، موږ بايد په دې بحث او څېړنه وکړو چې څنګه بانکي سودي نظام د اسلامي بانکدارۍ نظام ته واړول شي، په دې برخه کې به داسې ګامونه اخلي چې هم به مو له بانکونو سودي نظام له منځه وړی وي او هم به مو د دې لپاره ښه بدیل وړاندې کړی وي.

د ده په خبره، موږ په اسلامي نړۍ کې د اسلامي بانکدارۍ شاهدان یو، خو داسې بشپړه نمونه نشته چې د نظام په کچه دې وي، نو موږ به نړۍ ته دا ډول یوه نمونه وړاندې کړو.

ده زیاته کړه، زموږ لپاره دا کار ډېر ستونزمن دی؛ ځکه چې په نړۍ کې یې هيڅ کومه نمونه نه تر سترګو کېږي، خو دوی به د هېواد له ټولو د سودي نظام مسلکي کارکوونکو او له پوهانو سره په ګډه ناستې لري څو دا سیستم مخ ته یوسو.

د ياد مرکز مرستيال مفتي عبدالودود دیوبندي بیا په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې موږ به داسې نظام جوړوو چې په افغانستان کې اوسنی اقتصادي تزلزل له منځه یوسي.

د افغانستان د بانکونو اتحادیې مشر نجیب الله امیري وویل، شپېته کاله کېږي چې په هېواد کې بانکوالۍ خپل سیستم پیل کړی چې وروستۍ دوه لسیزې یې خورا زرینې وې؛ ځکه چې په دې کې اسلامي بانکدارۍ خپلې چارې پیل کړې دي.

د افغان ملي بانک مشر دکتور محمد شاکر جلالي او د افغانستان بانک د اسلامي بانکدارۍ د برخې مسوول دکتور یوسف سلیم هم د غونډې ګډونوالو ته ویناوې وکړې.

په پای کې د علومو د اکاډمي رییس شیخ فرید الدین محمود له خوا مفتي ابو سعید خپل مرکز ته معرفي شو او د بریالیتوب لپاره ورته هیله مندي وښودل شوه.

Visits: 305

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.