ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې ناپېژاندو وسله والو درې وروڼه وژلي

کابل کې ناپېژاندو وسله والو درې وروڼه وژلي

author avatar
21 Jan 2022 - 15:10
کابل کې ناپېژاندو وسله والو درې وروڼه وژلي
author avatar
21 Jan 2022 - 15:10

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): ناپېژاندو وسله والو د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند د «عبدالعلي‌کلا» په سیمه کې درې وروڼه- چې د میدان وردګو د چک ولسوالۍ اوسېدونکي وو- پر ډزو وژلي دي.

د چک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد درې کسان د چک ولسوالۍ د علي‌احمد کلي اوسېدونکي وو.

هغه وایي:« له یادو درېیو وروڼو یوه یې له طالبانو سره کار کاوه، بل یې په تېر حکومت کې دنده درلوده او درېیم یې د کومې قضیې په تړاو څو ورځې مخکې نیول شوی و، خو بېرته خوشی شوی و.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه درې واړه د عبدالعلي‌کلا په سیمه کې ناپېژاندو کسانو په ډزو وژلي دي.

هغه وایي چې له یادو وژل شوو څخه د یوه یې د واده مراسم څو ورځې مخکې تېر شوي وو.

یوه سیمه ییز حکومتي چارواکي قاري سیف الرحمن عرفان، د یادو درېیو کسانو وژل کېدل تایید کړل، ویې ویل چې پېښه وړمه شپه رامنځته شوې ده.

د ده په وینا، لومړنۍ پلټنې ښیي چې وړمه شپه په یاده سیمه کې یو شین رنګه رينجر موټر تېر شوی او بیا د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

دی وایي، یوه عیني شاهد ویلي چې یاد درې وروڼه له موټره ښکته کړل شول، ناپېژاندو کسانو ورته وویل چې ولاړ شي، خو له شا یې ډزې پرې وکړې او درې واړه یې ووژل.

هغه هم وویل چې له یادو درېیو کسانو یو یې «مجاهد» و او د کابل په بګرامیو کې یې دنده لرله.

قاري عرفان وویل چې امنیتي ارګانونه دغه قضیه په جدیت سره څېړي او هڅه کوي چې د یادو درېیو وروڼو قاتلان د قانون منګولو ته وسپاري.

پژواک دا موضوع د کورنیو چارو له وزارت او د کابل له امنیې قوماندانۍ سره شریکه کړه، خو تر اوسه (له غرمې وروسته نږدې درې بجې) یې ځواب نه دی ورکړی.

Visits: 195

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.