Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د ترانسپورټ کمېسيون له لوري د کرايو لوړوالی او د لايحې خلاف کړنو دغه ولايت کې پر سوداګرۍ او د سوداګرو ترمنځ پر رقابت اغيزې کړې او ا.ا دې دغه ستونزه حل کړي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل – جلالاباد پر لویه لار، په بېلابېلو سیمو کې لس ترافیکي پېښې شوې او له امله ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير تورخم ښارګوټي ته د سفر پرمهال وويل چې د راتلونکي پسرلي له پيل سره له پاکستان څخه راستنو شويو افغانانو ته د استوګنې او کرنيزو ځمکو وېش پيلېږي.
د ننګرهار ولايت په مرکز جلالاباد ښار کې د ښاري اوبو رسولو رياست له لوري د شاوخوا ۴۲ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو يوه پروژه بشپړه شوه.
تورخم دروازه – چې ۱۱ ورځې مخکې پاکستاني لوري تړلې وه – نن سهار بېرته پرانیستل شوه.
د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست وایي چې په دغه ولایت کې له څه باندې ۸۵۰ کورنیو سره د خوارکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې یې د امنیت ټینګولو په موخه د امنیتي کامرو د کنټرول مرکز فعال کړی چې په ۲۴ ساعته ډول به د ښار بېلابېلې ساحې ترې کنترول کېږي.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رییس وايي، د تورخم له لارې یې راستنېدونکو کډوالو کې د علمي او مسلکي کسانو د ثبت او راجسټر لړۍ پيل کړې چې تر اوسه ورسره ۲۲زره او ۶۵۰ کسان ثبت شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام وايي، امنيتي مسوولينو هغه کس نيولی چې څه موده مخکې خپله یو کلنه لور له کوره تښتولې او بیا یې په ۱۵ زره افغانیو پلورلې وه.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې ستونزو ته به یې رسېدنه کېږي.
د ننګرهار روغتیايي مسوولین خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د پولیو واکسین کمپاین پيل شو چې په ترڅ کې به يې ۱،۶ میلیون ماشومان واکسین شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ایاواېم) عمومي مشرې د ننګرهار ولايت تورخم ښارګوټي ته د سفر پرمهال له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو ته د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP