اروزګان کې مسوولین وايي، امنیتي ځواکونو نن سهار د دغه ولایت په چارچینو او خاص اروزګان ولسوالیو کې د نشهيي توکو د تولید ۱۳ کارخونې او ۳۱ زره ۵۰۰ کیلوګرامه ومان له منځه وړي دي.
د اروزګان د کرنې ریاست له خوا د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن د شپږ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۲ سړو خونو جوړېدو چارې پای ته ورسېدې.
اروزګان کې د افغانۍ ترویج کمیټې د ترینکوټ له هټۍوالو لیکلی ضمانت واخیست چې له دې وروسته به په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه نه کوي.
د اروزګان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت ترینکوټ په طوري سیمه کې یې د هغه ځوان جسد موندلی چې اووه میاشتې مخکې نادرکه شوی و.
اروزګان کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې نن د ۵۷ میلیون افغانیو په لګښټ د ۵۲ رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو یو کس وژلی دی.
په اروزګان کې امنیتي مسوولین د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې ۳۰۰۰ کیلوګرامه ومان د کشف او له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ د ۴۲۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه چکډيم او یوه سربند جوړېدو چارې پای ته ورسېدې.
د اروزګان امنیه قوماندان وايي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی دی.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چارچینو کې د نشهيي توکو یوه کارخونه او ۳۳۵ کیلوګرامه ومان او په چورې ولسوالۍ کې ۶۶۵ کیلوګرام ومان کشف او له منځه وړل شوي دي.
د اروزګان والي مولوي محمدعلي جان احمد له خلکو غوښتي چې د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره دې راتلونکی نسل د دیني زدهکړو ترڅنګ عصري زدهکړو ته هم وهڅوي.
اروزګان کې د افغانۍ د ترویج کمېسیون وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې يې لسګونه هټۍوال چې په بهرنیو اسعارو يې راکړه ورکړه کوله، نیولي دي.