ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
افغان او ایراني چارواکو په کابل کې د ليدنې پر مهال، ایران کې د افغان ماشومانو د ښوونیز حالت پر څرنګوالي، د پوهنې په برخه کې د دوه اړخیزه تجربو پر شریکولو، رښتني ګاونډیتوب او د دوه اړخیزو مشترکو ګټو پر پاللو خبرې کړې دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت په چوکاټ کې د قوشتېپې کانال د ساتنې په موخه د ځانګړو ساتونکو قطعه جوړه شوه.
تېره اونۍ بېلابېلو سرچینو له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ايستل وغندل، افغان پلاوي له ایران سره لسګونه هوکړې وکړې او م.م پر افغان نجونو له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو بندیز اندېښمنوونکی وباله.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، په تېرو شپږو ورځو کې يې د کډوالو ۳ زره او ۳۲۵ کورنۍ چې ۲۱ زره او ۴۶۷ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدولې دي.
ملګرو ملتونو او نړۍوالو بنسټونو ویلي، په زوره د افغان کډوالو اېستل بشري ناورین جوړوي، ا.ا دغه پاکستان ته ويلي چې په زوره د افغان کډوالو اېستل ودروي، خپل راتلونکې ته دې فکر وکړي، جاپان او ترکيې بيا د افغانستان او نړۍوالو ترمنځ د تعامل پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.
تېره اونۍ یوناما افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه وښوده، خو ا.ا رد کړه، ځینو سرچینو له ا.ا سره پر ډیپلوماتیک تعامل ټینګار وکړ او اروپایي ټولنې له افغانستان سره ۴۲ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.
کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان او ازبکستان هېوادونو سرحدي ځواکونو ترمنځ ګډه غونډه شوې او دواړو خواوو د لا ښې همغږۍ او د
کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۲): له افغان شخصیتونو سره د اړېکو کمېسیون وايي، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پخوانی رییس محمديوسف نورستانی او په ولسي
کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۲): د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ګمرک کې هغه ۴۴ ورک شوي موټر پېژندل شوي چې د یو کیلي
چارواکو د ا.ا بیا واکمنېدو دویمې کالیزې نمانځغونډو کې وویل چې اوسنی نظام د ټولو افغانانو ګډ نظام دی، دوی د انتقام سوچ نه لري، اوس د ابادۍ وخت دی او د هېواد لپاره خدمت کوي.
په دوحه کې د کابل او واشنګټن خبرې، د افغان او قزاق سوداګرو ترمنځ د سل میلیون ډالرو په ارزښت د تړونونو لاسلیک او افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ په اړه د نړۍوال بانک راپور د تېرې اونۍ له مهمو خبرونو دي.
په میدان وردګو کې چارواکي وايي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز ميدانښار، جلریز، چک، سیداباد، نرخ او جغتو ولسوالیو کې د درنو سېلابونو له امله ۲۲ کسان مړه، څلور ټپيان او لسګونه نادرکه شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن