ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محمديوسف نورستانی او مريم کوفي بېرته هېواد ته راستانه شول

محمديوسف نورستانی او مريم کوفي بېرته هېواد ته راستانه شول

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۲): له افغان شخصیتونو سره د اړېکو کمېسیون وايي، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پخوانی رییس محمديوسف نورستانی او په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو پخوانۍ استازې مريم کوفي بېرته هېواد ته راستانه شول.

په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته یو شمېر افغان سیاستوال او د تېر حکومت چارواکي بهرنیو هېوادونو ته ولاړل او ځیني یې له پخوا په بهر کې مېشت دي؛ خو د وړم کال د کب په ۲۵مه، د افغانستان سرپرست حکومت کابینې «له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی راستنولو کمېسیون» جوړ او تصویب کړ چې د ۱۴۰۱ کال غويي په ۳۱مه دغه کمېسیون خپله کړنلاره اعلان کړه او کار یې پیل کړ.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویاند مولوي احمدالله وثیق پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پخوانی رییس محمديوسف نورستانی نن له غرمې وروسته خپل هېواد ته راستون شو.

هغه زياتوي، نن سهار د ولسي جرګې په ۱۶مه دوره کې د تخار د خلکو پخوانۍ استازې مريم کوفي هم د ياد کمېسيون له لارې خپل هېواد ته راستنه شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.