Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
کندهار کې د افغاني غالیو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی چې پهکې د ځینو ولایتونو د غالۍ اوبدلو او لاسي صنایعو یو شمېر شرکتونو خپل تولیدات نندارې ته ایښي دي.
تېره ورځ د کندهار د عامې روغتیا ریاست له لوري د درېنیم میلیون افغانیو په ارزښت ۵۰ ټنه تاریختېر او بېکیفیته درمل سوځول شوي دي.
د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت سپینبولدک ولسوالۍ بازار کې یو کس د ناپېژانده وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
کندهار کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون مسوولین وايي، په تېر یونیم کال کې یې ۶۵ زره جریب غصب شوې ځمکه بېرته راګرځولې ده.
کندهار کې دا مهال د کارټن او کاغذ تولیدات ډېر شوي چې د مسوولینو په خبره، د جنوبي ولایتونو اتیا سلنه اړتیاوې یې پوره کړې دي.
سیمهییز چارواکي وایي، د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د راکټ یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د کندهار ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو، سېلابونو او توپاني بادونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د یو شمېر سرچینو معلوماتو له مخې، د کندهار د جهادي مدرسې یو استاد او د اسلامي امارت د کرهکتنې ادارې غړی مولوي محمدعمرجان اخندزاده تېره شپه د بلوچستان په مرکز کوېټې ښار کې د ناپېژانده وسلهوالو له خوا وژل شوی دی.
د کندهار سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په سپینبولدک ولسوالۍ کې یوه څوارلس کلن هلک ځانوژنه کړې ده.
د کندهار ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ارغستان او سپینبولدک ولسوالیو کې د دوو زړو مرمیو چاودنو له امله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي، دغه راز په ډنډ ولسوالۍ کې یو ماشوم سېلابي اوبو کې ډوب او مړ شوی دی.
سېمهییزې سرچېنې وایي، د کندهار ولایت په سپینبولک او شاهولیکوټ ولسوالیو کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
کندهار کې د چرګانو فارمونو اتحادیې مسوولین وایي، دغه ولایت کې د پخوا په نسبت د چرګانو روزنې فارمونه ډېر شوي او ورسره د چرګ غوښې بیه هم ټيټه شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن