د کندهار ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست وايي، د دغه ښار په شپږمه ناحیه کې د یوه کور د چت لوېدو له امله درېیو ماشومانو خپل ژوند لاسه ورکړی دی.
د ا.ا مشرتابه د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کې یوې غونډې ته ویلي، د اوسني نظام ساتل په اطاعت او پرهیزګارۍ کیږي، مسوولین دې خپلو مسوولیتونو ته متوجه ووسي او د مشرانو اطاعت دې وکړي.
د کابل پوهنتون له لوري د کندهار د کرنیزو علومو ملي پوهنتون کې نن «د افغانستان ځان بسیاینې لپاره زرغون انقلاب» تر سرلیک لاندې لومړنی نړۍوال کنفرانس پيل شو چې درې ورځې به دوام ولري.
د کندهار په درېیمه ناحیه کې یوه کس په خپل شخصي لګښت د وحشي ژویو یو ژبڼ جوړ کړی چې لیدو ته یې هره ورځ لسګونه کسان ورځي.
کندهار کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښټ د ۷۹۱ راستنو شوو کډوالو کورنیو لپاره د یوه ښارګوټي جوړولو چارې پيل شوې.
د کندهار ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست وایي، د احمدشاه بابا هوایي ډګر کې د ۱۲۶ قلمه لرغونو سِکو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د هېواد شمالي ولایتونو یو شمېر قومي مشران د یووالي ټینګښت په موخه سوېلي ولایتونو ته تللي او هلته یې په دې اړه له خلکو سره لیدنې کړې دي.
مسوولین وايي، د کندهار په یوولسو ولسوالیو کې د ۲۰ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو او په نورستان کې د ۱۲ ښوونځيو د بیارغونې چارې پیل شوې دي.
د کندهار امنیه قومانداني وایي، نن له غرمې مخکې د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اړوند «بوش بازار» مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله یو شمېر هټۍ سوځېدلې او هټیوالو ته څه باندې ۴۸ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
کندهار کې یو شمېر کروندګر وایي، سږ کال یې د پنبې حاصلات ډېر شوي خو د هغو د پروسس فابریکو له فعالیت سره سره بیا هم ښه بازار نه لري.
کندهار کې ځايي مسوولین وایي، تېره شپه د ارغنداب ولسوالۍ په ګل کلاچه سیمه کې یوه کس خپله مېرمن وژلې او د هغې ورور یې ټپي کړی دی.
کندهار کې د سوداګرۍ او پانګهونې خونې مسوولین وايي، د پاکستان له لوري د افغانستان پر تازه مېوو د تعرفې له لوړېدو وروسته اوس له دغه ولایته پاکستان ته د انارو صادرات کم شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP