Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د پنجشېر د پریان ولسوالۍ د یوه ښوونځي ودانۍ یوه برخه -چې امنیتي ځواکونه پکې اوسېدل- د بخارۍ د اور له امله سوځېدلې ده.
د پنجشېر ولایت مستوفیت په دغه ولایت کې د ۱۴۰۱ کال په لومړیو درېیو ربعو کې د ۳۲ میلیون افغانیو راټولولو خبر ورکوي.
د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د ۳۱۵ کیلوواټو په ظرفیت د یوه ټرانسفرمر په نصبولو سره، ۱۵۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې.
ځایي سرچینې وايي، درېیو ماشومانو – چې په یوه رېنجر حکومتي موټر کې خپلو کورونو ته تلل – ځانونه یې له موټره غورځولي؛ یو یې مړ شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
په زابل او پنجشېر ولايتونو د ترافيکو پېښو له امله د درېيو ښځو په ګډون ١١ کسان ټپيان شوي دي.
د پنجشېر د پوهنې رییس وایي، د دغه ولایت په ۳۵ ښوونځيو کې نظامي ځواکونه مېشت وو، خو اوس دغه شمېر شاوخوا ۲۱ ته راکم شوی او په راتلونکي کال کې به په هیڅ یوه ښوونځي کې نظامي ځواکونه نه وي.
د هلمند مرکز لښکرګاه ښار په درېیمه ناحیه کې د نږدې اووه میلیون افغانیو په لګښت د یوه پارک جوړېدو چارې پيل شوې او په پنجشېر کې بیا د څلور میلیون افغانيو په ارزښت یوه پروژه بشپړه شوه.
د پنجشېر ولایت مسوولینو په یوه ناسته کې د امنیتي ارګانونو ترمنځ پر همغږۍ ټينګار کړی او ویلي یې دي، هغه کسان چې نورو ولایتونو ته بېځایه شوي، خپلو اصلي سیمو ته دې راستانه شي او خپل سولهییز ژوند دې وکړي.
د پنجشېر د کرنې ریاست په دغه ولایت کې د غواګانو لمپي سکېن ناروغۍ د ۲ زره دوزه واکسین له تطبیقه خبر ورکوي.
د پنجشېر ولایت د امنیت پخوانی امر حمید خراساني وايي چې له امنیتي ځواکونو سره نور کار ته دوام نه ورکوي، وسلې او وسایط حکومت ته سپاري، خو د حکومت له هیڅ مخالفې ډلې سره نه یوځای کېږي.
د سېلابونو له امله د پنجشېر د درې او ابشار ولسوالیو د لارو بندېدو او د سیند د اوبو کچې لوړېدو، د سیمې خلک له ستونزو سره مخ کړي او له حکومته غواړي چې د دغو لارو د پرانیستو په برخه کې دې هڅې ډېرې کړي.
پاراخ (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): مسوولین د پنجشېر ولایت د عنابه ولسوالۍ په مرکز کې د «لمپياسکین» – چې د غواګانو یو ډول ویروسي ناروغي
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن