Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېرو ۹ میاشتو کې د پنجشېر مستوفیت عواید ۳۲ میلیون افغانیو ته رسېدلي

پاراخ (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۱): د پنجشېر ولایت مستوفیت په دغه ولایت کې د ۱۴۰۱ کال په لومړیو درېیو ربعو کې د ۳۲ میلیون افغانیو راټولولو خبر ورکوي.

د پنجشېر ولايت مستوفي مولوي ګل‌احمد حنفي، د دغه ولايت له سيمه‌ييزو ادارو سره د همغږۍ په یوه ناسته کې د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، د دغو عوايدو ډېره برخه د زمردو کان له درکه ترلاسه شوې ده.

هغه وايي: «ډېر عوايد‎ د زمردو له کانونو څخه دي چې اوسمهال تړل شوي او د پنجشېر د عوايدو يوه لويه برخه جوړوي؛ په راتلو څو ورځو کې بېرته د دغه کان کارونه پیلېږي او د پنجشېر سيمه‌ييز حکومت لپاره د زياتو عوايدو راټولولو امکان شته.»

حنفي د تېر کال د عوایدو کچې په اړه معلومات وړاندې نه کړل.

هغه د عوايدو د راټولولو په برخه کې د مسوولينو د همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل، د بيارغونې چارو او د کارکوونکو د معاشونو پروخت ورکړه د عوايدو له راټولولو سره مستقيمه اړیکه لري.

هټۍوال د مالیاتو د ورکړې په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کوي.

د پنجشېر په مرکز کې يوه هټۍوال ګل‌رحيم وويل: «له ما یې ١١زره افغانۍ واخيستې، د دوکان کرايه هم ډېره ده، حکومت بايد ماليه کمه کړي، ځکه دومره کار نشته څومره ماليه یې چې وضع کړې ده.»

خو ذکرالله چې د دغه ولایت په رخه ولسوالۍ کې د رخت پلورنې دوکان لري، وايي: «مالیه د حکومت بنسټ پر پښو دروي، د دغه پیسو په ورکړه موږ نه ورکېږو، بلکې په دې پیسو سره نظام پیاوړی کېږي، په یو ډول مو ملاتړ کېږي، په هیڅ حکومت کې باید څوک د مالیې په ورکړه کې سستي ونه کړي، ما خپله ۹ زره افغانۍ ورکړې.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.