ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنجشېر کې د هغو ښوونځیو شمېر چې نظامیان په کې مېشت دي، شاوخوا ۲۱ ته راټیټ شوی

پنجشېر کې د هغو ښوونځیو شمېر چې نظامیان په کې مېشت دي، شاوخوا ۲۱ ته راټیټ شوی

author avatar
8 Dec 2022 - 17:07
پنجشېر کې د هغو ښوونځیو شمېر چې نظامیان په کې مېشت دي، شاوخوا ۲۱ ته راټیټ شوی
author avatar
8 Dec 2022 - 17:07

پاراخ (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د پنجشېر د پوهنې رییس وایي، د دغه ولایت په ۳۵ ښوونځيو کې نظامي ځواکونه مېشت وو، خو اوس دغه شمېر شاوخوا ۲۱ ته راکم شوی او په راتلونکي کال کې به په هیڅ یوه ښوونځي کې نظامي ځواکونه نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس یاد ښوونځي په ځينو کورونو او یا هم په ازاده فضا کې فعالیت لري، د یادو ښوونځیو ځيني ښوونکي او زده‌کوونکي له مسوولو چارواکو غواړي چې د ښوونځيو ودانۍ له نظامیانو خالي کړي.

د پنجشېر د پوهنې رییس مولوي غلام‌محمد ایشان حماس پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یاد ولایت له ۳۰ تر ۳۵ ښوونځيو او مدرسو کې د اسلامي امارت ځواکونه ځای پر ځای  شوي وو؛ ځکه چې هغوی بل د اوسېدو ځای نه درلود.

هغه وایي چې په دې تړاو یې له مسوولو ارګانونو سره خبرې کړې، د ولایت مقام یې هم په جریان کې کړی او اوس د هغو ښوونځيو او مدرسو شمېر چې نظامیان په کې مېشت دي، شاوخوا ۲۱ ته راکم شوی دی.

خو حماس څرګنده کړه چې یاد ښوونځي او مدرسې له فعالیته پاتې نه دي، په نورو ودانیو او یا په ازاده فضا کې فعالیت لري.

نوموړی زیاتوي چې د ښوونځیو له ودانیو د نظامیانو د ایستلو هڅې روانې دي او د هغې ژمنې له مخې چې دوی کړې، تر راتلونکي کاله پورې به په یوه ښوونځي کې هم نظامي حضور ونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې ښوونکي او زده‌‎کوونکي له دغه وضعیته شکایت لري.

د پنجشېر د رخې ولسوالۍ د پیاوشت کلي د نجونو لېسې مدیر عبدالغفار شکایت لري او وایي چې په دې لېسه کې  نظامیان ځای پر ځای شوي دي.

هغه زیاته کړه: «دا چې ځای نه و، موږ هم چمتو یو چې خپلو درسونو ته په تیاره کوټو کې دوام ورکړو، څو ځایه لاړو، د علماوو شورا ته لاړو، تر اوسه یې زموږ ښوونځی نه دی خوشی کړی، ولایت ته مو وړاندیز وکړ او قرارګاه ته لاړو، زموږ خبره چا وا نه ورېده.»

د یاد ښوونځي د پنځم ټولګي زده‌کوونکې زینب هم د یاد ښوونځي په ودانۍ کې د نظامیانو له حضوره شکایت لري او د حکومت له مسوولینو غواړي چې نظامیان له دغه ښوونځي یوه بل ځای ته ولېږدوي او له شپږم ټولګي پورته نجونو ته هم ښوونځيو ته د تلو اجازه ورکړي.

د رخې ولسوالۍ د پیاوشت سیمې د هلکانو منځني ښوونځي یو ښوونکی وایي چې د روان کال په لومړیو کې په یاد ښوونځي کې نظامي ځواکونه ځای پر ځای شول، که څه هم اړوندو ادارو ته یې مراجعه کړې، خو تر اوسه دغه ستونزه نه ده حل شوې.

هغه وویل، دغه ښوونځي د یوې مودې لپاره د دې سیمې په جامع جومات کې فعالیت کاوه، خو څو ټولګي په یوه جومات د ډېرو غوږونو لامل کېده او اوس په دې سیمه کې د ابوبکر صدیق مدرسې په ځينو خونو کې فعالیت لري.

د رخې ولسوالۍ د یاد منځني ښوونځي د اتم ټولګي یوه زده‌کوونکي رامین هم له مسوولینو غواړي چې یاد ښوونځی دې له نظامیانو تخلیه کړي څو زده‌کوونکي وکولی شي د ښوونځي په ودانۍ کې خپلو درسونو ته دوام ورکړي.

Visits: 112

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.