د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټیرش د دوحې ناستې په پای کې اعلان وکړ چې ډېر ژر به د افغانستان په تړاو بل نړۍوال کنفرانس جوړ کړي.
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې مېرمن حنا رباني کهر د دوحې ناستې په څنډه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي او د یو شمېر هېوادونو له استازو سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.
. . .
د قلم لار ټولنې یو ځل بیا د دغې ټولنې د بنسټګر مطیعالله ویسا د خوشي کولو او د هغه د روغتیا په اړه د ډاډ ورکولو غوښتنه کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د حسن عباس په نامه د هغه لیکوال څرګندونې رد کړې چې وايي، د افغانستان اسلامي امارت استقلال نه لري او ګواکې کړه وړه يې د کوم بل هېواد د استخباراتي او نظامي چارواکو تر څار لاندې دي.
په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر احمدجاوېد مجددي وایي، په سوډان کې د بند پاتې افغانانو له ډلې څخه ۴۳ کسان د سعودي حکومت له خوا جدې ښار ته ورسول شول.
ملګري ملتونه وایي، د افغانستان په تړاو د قطر پلازمېنې دوحه کې کېدونکي نړۍوال کنفرانس کې یې اسلامي امارت ته بلنه نه ده ورکړې.
اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړهلیک ته په غبرګون کې ویلي، د ښځو پر کار او زدهکړو بندیز د افغانستان کورنۍ مسله ده، خو د افغان ښځو حقونو ته ژمن دي او په ډاګه کوي چې تفاوتونو ته بايد درناوی وشي او سياسي نه کړای شي.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د تازه نښتو له امله درې پاکستاني پوځیان او اووه وسلهوال وژل شوي دي.