د میدان وردګو ولایت امنیه قومانداني وايي چې د نشهيي توکو درې قاچاقبر يې له ۲۱ کیلوګرامه مورفینو سره يو ځای نيولي دي.
د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د کرکټ اختریزې سیالۍ د چک بازانو لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې .
د میدان وردګو د عامې روغتيا رياست وايي چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې لېونۍ پيشو څلور کسان او يوه غوا داړلي دي.
د میدان وردګو ولایت مرکز میدانښار کې په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې د تخت کوتل صنعتي پارک د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې ۷۰ بېلا بېلې تولیدي فابریکې به په کې فعالیت کوي.
د میدان وردګو ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رییس وايي چې د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د تندر پرېوتو له امله يو کس مړ شوی دی.
د امر بالمعروف وزارت مرستیال عبدالرحمن منیب د حکومت له مشرانو غوښتي چې په ادارو کې دې د پخواني نظام “مسفدو”چارواکو ته ځای نه ورکوي.
د ميدان وردګو د عامې روغتیا مسوولین وايي چې د دې ولایت په نرخ ولسوالۍ کې يوه پوروړي هغه څوک وژلی چې قرض يې ورکړی و.
په ميدان وردګو ولايت کې د مرکز او ولسواليو د ١٧٠ لوبډلو ترمنځ د واليبال پپل شوې سيالۍ د عمر مايار لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.
مسوولین وايي چې د میدان وردګو په مرکز میدانښار کې پر يوه کور تندر لوېدلی چې له امله یې يوه ښځه مړه شوې.
په میدان وردګو او سمنګان ولایتونو کې ږلۍ او سېلابونو خلکو ته مالي زيانونه اړولي دي.
د کابل – کندهار پر لویه لار په سید اباد ولسوالۍ کې د یوه موټر او موټرسایکل د ټکر له امله، دوه کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP