د ولسمشرۍ د بازرس عالي اداره وایي چې د حکومت دوه اوسني او دوه مخکني والیان یې څارنوالۍ ته ور پېژندلي دي.
د کوچيانو له حقونو د دفاع ټولنې په غور ولايت کې د کوچيانو له سرخېلانو سره شوى ظلم غندلى او له حکومته يې غوښتي چې دا پېښه په جدي ډول وڅېړلي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې پاسوال جمعه ګل همت د کابل ولایت د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
ولسمشر اشرف غني د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.
د کابل ښار په اتمه حوزه کې د ملي دفاع وزارت يو افسر د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.
د افغانستان بانک اوسنى رييس اجمل احمدي چې کله د ولسمشر د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله، د ورځې یې ٥٠٠ ډالر معاش اخيست.
د پوهنې وزارت وايي چې د پور صندوق له لارې په کابل ، هرات او ننګرهار ولایتونو کې د ښوونکو لپاره د شاوخوا ۲۶ میلیونو افغانیو په ارزښت پورونه ورکړل شوي دي.
د پوهنې وزارت وايي چې کابل ښار کې د چاودنې له امله ددغه وزارت د علمي شورا رييس وژل شوى دى.
د ښار جوړونې وزارت وايي چې په وروستیو دوو میاشتو کې، ۲۲ انکشافي پلانونه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مشرتابه له لوري منظور شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وايي چې د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د پراخو عملياتو په ترڅ کې دا سيمه له وسله والو مخالفينو پاکه شوه.
د دولت د مذاکراتي ټيم غړې فوزيه کابل – پروان پر لويه لاره په يوه وسله وال بريد کې ټپي شوې ده.
د ملي مصالحې عالي شورا وایي چې د سولې لویې مشورتي جرګې ډېری کمېټو پرېکړه وکړه چې د طالبانو پاتې ۴۰۰ زندانیان دې هم خوشي شي څو د سولې د مذاکراتو د ځنډ لپاره پلمه نه وي.