Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
سیمهییز مسوولین وايي چې د بغلان په جلګې ولسوالۍ او د فراه په مرکز کې د دوو جلا شخړو په پایله کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د بغلان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او د ماشومانو په ګډون اووه نور ټپيان شوي دي.
د بغلان د پلخمري نساجي فابریکې مسوولین وايي، د دې فابریکې یو شمېر ماشینونه بیارغول شوي چې ورسره د رختونو تولید هم پیل شوی دی.
د بغلان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د کوشاني دورې د اطلاعاتو مرکز (چمکلا) د پخوانیو شاهانو د مېلمستیا او دودیزو میلو ځای و، خو اوس پر یوې خاورینه غونډۍ بدله شوې او بیارغولو ته جدي اړتیا لري.
د بغلان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې برېښنایي تذکره د منل شوو او باوري اسنادو له ډلې ده، خو ترلاسه کول يې څو میاشتې وخت اخلي.
په بغلان کې د دغه ولایت، کندوز او فاریاب ولایتونو د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ازادې مبارزې (فري فایټ) سیالۍ ترسره شوې.
د بغلان اوسېدونکي وايي، په هېواد کې د ډالرو بیې له لوړوالي سره ډېر ژر د خوراکي توکو بیې هم لوړېږي، خو له ښکته کېدو سره يې بیا د خوراکي توکو نرخونه نه ټيټېږي.
د بغلان ولایت په مرکز کې د وزلوبې دوه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.
د بغلان د مرکز پلخمري ښار د امام زمان تکیهخانه کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې مرګژوبله هم لري.
دایکنډي او بغلان کې امنیتي مسوولین وايي چې دغو ولایتونو کې د نشهیي توکو د تولید دوه کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست وایي چې د لوړو زدهکړو په برخه کې د هیچا فرمایشات د منلو نه دي او افغانستان پوهنتونونه به یوازې په اسلامي او افغاني ثقافت سمبال وي.
د بغلان د مرکز پلخمري ښار د غلې منډوي په سیمه کې د ۵۶۴ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP