د راپورونو له مخې، د امریکا د کلیفورنیا ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله ۳۵۰ زره هکتاره ځمکه سوځېدلې ده.
د کرواسي امنیتي چارواکي وايي، په دغه هېواد کې یوه وسلهوال کس د بوډاګانو یوه پالنځای کې د خپلې مور په ګډون شپږ کسان وژلي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي، بشري مرستهکوونکي وایي، له سېلابځپلو د ملاتړ او له هغو کورنیو چې په ازاده فضا او یا په موقتي سرپناوو کې ژوند کوي، د هغوی د خوندیتوب په موخه ډېرې بودجې ته اړتیا ده.
د راپورونو له مخې، د چین په سوېللوېدیځ کې په یوه هټۍ کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ کسان مړه شوي دي.
چین د ۴۰ میلیون یوان په ارزښت د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته بېلابېل ډول موټر او نور توکي ورکړي او دا د هغې ۱۰۰ میلیون مرستې برخه ده چې ژمنه یې کړې وه.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر وايي چې دوی خپل اختلافونه د رایو په صندوقونو کې حل کوي.
د راپورونو له مخې، المان کې د یوه کس له خوا د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ایران نوي ولسمشر ویلي، زما تر مدیریت لاندې به ایران له ګاونډیو هېوادونو سره د خپلو اړیکو پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکړي.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي سبا (دوشنبه) په یوه دوه ورځني سفر روسیې ته ځي.
د راپورونو له مخې، د ایران د ولسمشرۍ څوارلسمې دورې ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې او دغه پړاو ټاکنې به د مسعود پزشکیان او سعید جلیلي ترمنځ وشي.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د دغه سازمان سرمنشي منځنۍ اسیا ته د خپل سفر په پیل کې نن (شنبه) ازبکستان ته ولاړ شي.
د راپورونو پر بنسټ، د امریکا نیویارک ایالت په روچسټر ښار کې د یوه کس په ډزو شپږ کسان ټپیان شوي دي.