Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل ښار کې یو شمېر پوستینګنډونکي د خپلو محصولاتو بازار ټکني کېدو اندېښمن کړي او له خلکو غوښتنه کوي چې د دغه صنعت ژوندي ساتلو لپاره د دوی له تولیداتو استفاده وکړي.
کابل ښار کې د جوګي قوم یو شمېر کورنۍ له سرپرست حکومته د کورونو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي، له دغو جوګیانو یو وایي: «د ډوډۍ سوالګر خو یو خو د کور سوالګر دې نه یو.»
د داخله ناروغیو یو متخصص په ماشومانو کې خوارځواکي د ناسمې تغذیې، پر ځینو ناروغیو د اخته کېدو او د واکسین نه تطبیق له امله بولي او له کورنیو غواړي چې ماشومانو ته پر خپل وخت واکسینونه ورکړي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د چرګ غوښې د بیې له لوړېدو شکایت کوي، له حکومته غوښتنه کوي څو دغه بیه کنټرول کړي، بلخوا د هېواد د کرنې او مالدارۍ محصولاتو خونې عامل رییس وایي، دا ستونزه به تر راتلونکو شلو ورځو پورې هواره شي.
په کابل کې «د افغانستان پرمختګونه او بریا» په نوم څلور ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو چې په کې بېلابېل افغاني تولیدات او محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي.
د نسايي ولادي ناروغيو متخصصين وايي چې د ميندوارۍ پر مهال پر خپل سر د درملو خوړل د جنین د له منځه تلو، مخکې له وخته د زېږون او په ماشومانو کې د سوءشکل لامل کېږي.
ډاکټران وايي، هر کال د ګرمۍ په ډېرېدو سره د اسهال ناروغي ډېرېږي چې کورنۍ باید د حفظالصحې مراعاتولو ترڅنګ پر دې ناروغۍ اخته کسان روغتیايي مرکز ته ولېږدوي.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي، له یوه خصوصي شرکت سره یې د ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت په درېیو ولایتونو کې د اته مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
ځینې میندې وايي، پر زېړي د اخته ماشومانو کورنۍ درملنه اغېزناکه ده خو ډاکټران سپارښتنه کوي چې د کورنۍ درملنې پر ځای دې ناروغ ژر تر ژره ډاکټر ته یووړل شي، کنه د دماغي فلج لامل یې کېږي.
کابل (پژواک،۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان د ټولګټو وزارت په یوه اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د څه باندې ۸۰ زره مټریک ټنه
د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېر یوه کال کې د استقلال په ملي او تخصصي روغتون کې څه باندې ۱۸ زره وړیا جراحي عملياتونه شوي دي.
د دیني چارو پوهان وايي، پر هر هغه مسلمان چې مقیم او د نصاب خاوند وي، قرباني واجب ده او یو شمېر هغه خلک چې د قربانۍ غوښه پر بېوزلو نه وېشي، قرباني یې کېږي خو اجر او ثواب یې کمېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP