ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کابل ښار په دشتبرچي سیمه کې یو روغتیايي کلینیک چې د خلکو او یوه مرستندوی بنسټ په لګښت له بېوزلو سره د مرستې په موخه جوړ شوی، نن پرانیستل شو؛ مسؤولین وایي چې په دغه روغتیايي مرکز کې معاینه او تشخیص وړیا دي، خو په درملو کې ۲۰ سلنه او جراحي عملیاتو کې ۷۰ سلنه تخفیف په پام کې نیول شوی دی.
هغه نابینا ښځې چې د اوبدنې له لارې د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې ونډه لري، له حکومته غوښتنه کوي څو د اوبدنې روزنې کورسونو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي؛ ځکه دوی غواړي چې دغه حرفه نورو نابینا ښځو ته هم ور زده کړي.
د نجونو ښوونځيو دوولسم ټولګي زدهکوونکو کلنۍ ازموينې پيل شوې؛ دوی د خپل برخلیک له روښانه کېدو خوښې دي او د پوهنې له وزارته غواړي چې د نورو زدهکوونکو برخلیک هم روښانه کړي.
ډاکتران په هېواد کې د سینه او بغل ناروغۍ د زیاتېدو خبره کوي او له خلکو غواړي چې له کوره د وتلو پر مهال ماسک وکاروي او ناروغان، په ځانګړې توګه پر دغې ناروغۍ اخته ماشومان دې ژر تر ژره روغتیايي مرکزونو ته ورسوي.
حسیبالله زهیر، هغه نابینا چې ۲۴ کاله عمر لري، خو د خپل پیاوړي هوډ او ډېر کار پرمټ یې د نابینایۍ تیاره سیوري ته اجازه نه ده ورکړې چې ژوند یې ور تیاره کړي، اوس یې ځان د بریا څوکو ته رسولی او د خپلې کورنۍ یوازینی نفقه برابروونکی هم دی.
کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): په کابل ښار کې نن د تېرو اووه ورځو په پرتله د قزاقي اوړو بیه رالوېدلې، د هندۍ بورې بیه
د کابل ښار ځيني اوسېدونکي د یوه منظم ښاري ترانسپورټي سیستم له نشتوالي په داسې حال کې شکایت لري چې مسوولین وایي، د داسې یوه سیسټم جوړولو لپاره ځیني پروګرامونه تر کار لاندې دي او په دې برخه کې یې عملي ګامونه اخیستي دي.
د ټولنیزو شبکو ځیني کاروونکي په داسې حال کې هېوادوال د قد لوړولو، وزن ډېرولو او کمولو درملو خپلسرې کارونې ته هڅوي چې طبپوهان د دغه ډول درملو کارونه خطرناک ګڼي او وايي، دغه درمل د بېلابېلو او لاعلاجه ناروغیو لامل کېدای شي.
په کابل کې یوه متشبثه مېرمن چې د خپلې پانګهونې له لارې یې ۱۳۰ نورو ښځو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې، له حکومته غواړي چې د ښځو د لاسي صنایعو ودې ته پاملرنه وکړي او بهر ته د ښځو د تولیداتو د صادرولو زمینه برابره کړي.
برېښنا شرکت د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې د ۱۶۰ کیلو ولټه په ظرفیت د یو ټرانسفرمر د پرانېستلو خبر ورکوي او وايي، د دغه ټرانسفرمر په نصبېدو سره ۱۳۸ نوې کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې.
یوه غرنۍ وزه چې له پاکستانه بدخشان ولایت ته وارد شوې وه او په یوه شخصي کور کې ساتل کېده، نن د کابل ژوبڼ ته وسپارل شوه.
یونیسف په افغانستان کې له ښځو او ماشومانو د بېړني ملاتړ په موخه د بریتانیا هېواد د ۲۴ میلیون پونډه مرستې خبر ورکوي او وايي، یونیسف به په دې بودجې سره ۱.۶ میلیون اړمن کسان تر پوښښ لاندې ونیسي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن