ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د قزاقي اوړو بیه لوېدلې ده

کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د قزاقي اوړو بیه لوېدلې ده

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): په کابل ښار کې نن د تېرو اووه ورځو په پرتله د قزاقي اوړو بیه رالوېدلې، د هندۍ بورې بیه لوړه شوې، خو د نورو لومړنیو اړینو توکو بیې پر خپل حال پاتې دي.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله، د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو عمده پلور بیه له ۲۳۵۰ څخه ۲۳۰۰ افغانیو ته راټيټه شوې ده.

هغه وايي چې په قزاقستان کې هم د اوړو بیه ټيټه شوې ده.

خو نوموړي زیاته کړه، نن د تېرو اووه ورځو په پرتله د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې عمده پلور بیه د وارداتو کموالي او د تقاضا ډېروالي له امله له ۳۰۰۰ څخه ۳۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.