ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نابینا اوبدونکې ښځې نورو نابینا ښځو ته د اوبدنې برخه کې د روزنې غوښتنه کوي

نابینا اوبدونکې ښځې نورو نابینا ښځو ته د اوبدنې برخه کې د روزنې غوښتنه کوي

author avatar
2 Jan 2023 - 19:43
نابینا اوبدونکې ښځې نورو نابینا ښځو ته د اوبدنې برخه کې د روزنې غوښتنه کوي
author avatar
2 Jan 2023 - 19:43

کابل (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۱): هغه نابینا ښځې چې د اوبدنې له لارې د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې ونډه لري، له حکومته غوښتنه کوي څو د اوبدنې روزنې کورسونو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي؛ ځکه دوی غواړي چې دغه حرفه نورو نابینا ښځو ته هم ور زده کړي.

دغه ښځې چې لوړ همت لري، نه دي پرېیښي چې نابینایي یې پر ژوند سیوری وغوړوي او نورو ته محتاجې وي، هغوی پر ځان بسیا دي او د ژوند ټولې چارې په خپله مخې ته وړي.

۲۴ کلنه نرګس د کابل ښار د تایمني سیمې اوسېدونکې نابینا خو د بینا انسانانو په څېر ځواکمنه ده او د دې په خبره، د ژوند ټولې چارې په خپله پر مخ بیایي.

هغه وایي: «هيڅکله مې ژوند سخت نه دی نیولی او په خپلو شخصي کارونو او د ژوند په چارو کې مې نیمګړتیاوې نه دي لرلې؛ خپل شخصي او د کور کارونه زه په خپله ترسره کوم.»

هغه چې نوې واده شوې، له خپل نابینا خاوند سره د خوشحالۍ ډک ژوند تېروي او کوښښ کوي چې لا ښه ژوند وکړي.

د نرګس خاوند د خپل کور ترڅنګ په یوه وړه غرفه کې سګرټ، نوشابې، بسکېټ او داسې نور څیزونه پلوري او له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښت برابروي.

نرګس چې دنیا ته نابینا راغلې، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې ښوونځی یې تر دولسم ټولګي پورې د کابل ښار د نابینایانو په مسلکي لېسه کې پای ته رسولی او د کانکور له ازموینې وروسته یې د کابل پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضا او څارنوالۍ څانګې ته  لاره ومونده، خو د اقتصادي ستونزو له امله و نه توانېده چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

خو لوړو زده‌کړو ته نه ادامه د نرګس د ناهیلۍ لامل نه شو، هغې وغوښتل چې له یوې بلې لارې پر پښو ودريږي او خپلې کورنۍ ته اغېزناکه واقع شي.

هغه د اوبدنې له لارې چې د نابینایانو په مسلکي لېسه کې یې زده کړې، د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې ونډه اخیستې، له دې پلوه ډېره خوښه ده او د بې‌کارۍ پرمهال اوبدل کوي.

نوموړې چې بېلابېل جاکټونه، د غاړې دستمال، شالونه، سرمېزیانې او داسې نور شیان اوبدلی شي، وایي: «کوم څیزونه چې اوبدم، هغه پلورم؛ ټول اوبدل شوي شیان مې په نندارتونونو کې د نابینایانو ټولنې له لارې نندارې ته اږدم.»

هغې چې د مرکې پرمهال هم جاکټ اوبده او هم یې د پژواک اژانس پوښتنو ته ځواب وایه، وویل: «جاکټونه، د ماشومانو جامې، خولۍ او د غاړې دستمالونه اوبدم؛ نور څوک راسره مرسته نه کوي، موږ ته چې ښوونکي څه را ښودلي، هغه مې په مغزو کې هک شوي او په دې برخه کې راته کومه ستونزه نه پیدا کېږي. سمه ده چې سترګې مو څه نه ویني، خو په لمس کولو سره پوهېږم چې څنګه و اوبدم او څنګه نقش واچوم.»

د نرګس په خبره، د یوې یا دوو اونیو په موده کې کولی شي چې یو جاکټ، د غاړې دستمال او نور شیان و اوبي.

هغه د پلور له کموالي لږ شکایت لري او وایي، په تېرو کلونو کې په نندارتونونو او بازار کې ښه پلور درلود، خو سږ کال د اقتصادي ستونزو ډېرېدو له امله پلور کم شوی دی.

نوموړې لېواله ده چې یو کورس ولري او له دې لارې ټولو نابینا ښځو ته اوبدل ور زده کړي، خو خپله د کورس جوړولو امکانات نه لري.

هغې زیاته کړه: «غواړم چې د اوبدنې کورس ولرم خو امکانات نه لرم، له حکومت او خیریه موسسو غواړم چې د کورس په جوړولو کې راسره مرسته وکړي.»

نرګس د خپلو خبرو په پای کې له خلکو په یوه پیغام کې غواړي چې له نابینایانو سره مهربان و اوسي، د هغو له سپکاوي او توهینه ډډه وکړي.

نوموړې له حکومته هم غوښتنه وکړه چې نابینایانو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

په دغه حال کې، د کابل ښار د قلعه نجارها یوه ۲۷ کلنه اوسېدونکې فرزانه چې دا هم د لید له نعمته محرومه ده، خو لوړ همت یې د دې لامل شوی چې د ژوند نورو چارو پر مخ بیولو ترڅنګ اوبدنه وکړي او د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې اغېزناک رول ولوبوي.

فرزانه چې د درېیو اولادونو مور ده، وایي: «له ګډ ژوند څخه مې اته کاله تېریږي چې د کور په کارونو کې برخه اخلم… د دې ترڅنګ چې خپل ټول کارونه خپله پر مخ بیایم، خو د خاوند کورنۍ مې په ځانګړي ډول د خاوند خور مې راسره مرسته کوي.»

هغې هم اوبدنه د نابینایانو په مسلکي لېسه کې زده کړې او د ورځني ژوند په فارغ وخت کې اوبدنه کوي، زیاته کړه: «جاکټ او پتلون اوبدنه مې زده ده، اوبدم او پلورم یې، اوس مې یو څو جوړې په دایمي نندارتون کې نندارې ته ایښي، خو تر اوسه نه دي پلورل شوي.»

نوموړې وایي، په هر نندارتون کې د نابینایانو ټولنې له خوا نابینایانو ته غرفې ځانګړي کېږي، څوهغوی په کې خپل تولیدي محصولات نندارې ته وړاندې کړي.

فرزانه له اقتصادي ستونزو شکایت کوي او وایي: «له څه شي چې رنځېږم، اقتصادي ستونزه، زما او زما د خاوند نابینایي ده.»

هغه له حکومت او خیریه موسسو غواړي چې له نابینایانو ملاتړ وکړي؛ ځکه چې د ده په ګډون د دغه قشر ځیني کسان له اقتصادي ستونزو کړېږي.

Visits: 137

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.