Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند – چې د ۹.۴ میلیون مترمکعب اوبو په ذخیره کولو سره به شاوخوا ۳۵۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه او ۱.۲ میګاواټه برېښنا به تولید کړي – نن ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د کابل ښار یو شمېر حکیمان وايي، د خپلو درملو په وسیله د ځینو عامو او لویو ناروغیو درملنه کوي خو د داخله ناروغيو متخصص یوناني طب له عصري طب سره د پرتلې وړ نه بولي.
کابل ښار کې ځیني کسان په موټر کې د هډوکو دردونو لپاره د کوتانې په نوم تېل پلوري، د جلدي ناروغیو یو ډاکټر وايي، دغه تېل دردونه نه اراموي، بلکې نورې ستونزې پیدا کوي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د کابل سروبي ولسوالۍ پنځو کلیو ته د لمریزې برېښنا په وسیله د ناپاکو اوبو د تصفیې او رسونې یوه شبکه فعاله کړه.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او په کابل کې د چین سفارت ترمنځ د افغان ماشومانو او کورنیو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د ۱،۵ میلیون امریکايي ډالرو د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستيال وايي، په راتلونکو پنځو کلونو کې د کونړ سیند په ګډون د هېواد پر سيندونو ۵۹ لوی او متوسط بندونه جوړوي او په اوږدمهال پلان کې د ۱۸۴ لویو بندونو جوړول شامل دي.
کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۳): کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ د پنځمې کالیزې نمانځلو مراسمو کې د رسنیو او خصوصي سکټور ترمنځ د همکارۍ
د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت اړوند افغان فلم درې مستند فلمونه نن په کابل کې نندارې ته وړاندې کړل.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت معین وايي، اسلامي امارت د ولس خدمت ته ژمن دی او هڅه کوي چې ټولو هېوادوالو ته خپل حقوق ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP