Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په دایکنډي کې یو شمېر کروندګر پر کرنه د اقلیمي بدلونونو ناوړه اغېز ته اندېښمن دي، بلخوا، دغه ولایت کې مسوولین هم وايي چې د وچکالۍ له امله د کرنې له درکه د خلکو په عوایدو کې له ۶۰ تر ۷۰ سلنه پورې کموالی راغلی دی.
د دایکنډي د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز نیلي او اشترلي ولسوالۍ د دوو ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دایکنډي سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه نور ټپیان شوي دي.
دایکنډي کې مسوولین وایي چې سږ کال د دغه ولایت بڼوالو څه باندې ۲۵ زره مټریک ټنه بادام بازار ته وړاندې کړي چې د تېر کال په نسبت شاوخوا ۱۸ سلنه ډېروالی ښیي.
دایکنډي کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۳ ټیمونو په ګډون د «کلي جام» په نوم د فوټسال ټورنمنټ پیل شو.
د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نږدې نهه میلیون افغانیو په لګښت د ۲۰ ښوونځیو د ودانیو بیارغولو چارې پيل شوې.
د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ په پای اسکان سیمه کې د هلمند پر سیند په خپل شخصي لګښت معیاري پل جوړوي.
د دایکنډي امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ په سیاهبغندي سیمه کې د یوه ټونس موټر چپه کېدو پېښه کې یوه ښځه مړه او اته نور کسان ټپيان شوي دي.
د دایکنډي د شهرستان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له وچکالۍ سره د مبارزې او د کرنې وضعیت ښه کېدو په موخه یې د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د اوبو یوه بند جوړولو کار پیل کړی دی.
د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ د رباط سیمې په یوه لرې غزنۍ سیمه کې یو سپینږیری چې د خپل عمر ډېر کلونه یې د «برکګنډلو» په صنعت کې تېر کړي، وايي، په دې وروستیو کې یې کاروبار غوړېدلی دی.
د دایکنډي ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اشترلي ولسوالي کې د خلکو په شخصي لګښت د ۲۷ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، «د بادام ګل هنري او کلتوري جشنواره» د دغه ولایت کلتوري او هنري ارزښتونو ته د پاملرنې په موخه ترسره شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP