Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست خوست کې د یوه جامع جومات د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال ویلي چې ا.ا د خپلو عوايدو پر مټ په بېلابېلو برخو کې انکشافي پروژې پیل کړې دي او امکاناتو ته په کتو به د خلکو هرې مشروع اړتيا او غوښتنې ته رسېدنه کوي.
ځايي سرچينې وايي چې د خوست په غلامخان بندر کې د تېرې شپې نښتې له امله يو موټر چلوونکی وژل شوی دی.
خوست ته له کوزې پښتونخوا د واليبال راغلي يو شمېر لوبغاړي وايي چې د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو ولسونو ترمنځ د اړيکو ټينګښت او یووالي په موخه دې د دواړو لورو ځوانانو لپاره د سپورټي لوبو سیالۍ جوړې شي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولين وايي چې د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد زندانونو تعليمي بڼه خپله کړې ده.
د خوست د تريزيو عليشېرو ولسوالۍ یوشمیر قومي مشرانو، سپينږيږو او ديني عالمانو د يوې پرېکړې له مخې د مهر حق ۲۵۰ زره افغانۍ وټاکه.
خوست کې د کبانو فارملرونکي وايي، په دغه ولایت کې د مسلکي کسانو نه شتون او د حکومت نه پاملرنې له امله يې فارمونه له سقوط سره مخ دي.
د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته خوست ته د عامې روغتيا وزارت يو باصلاحيته پلاوی تللی او هلته يې د بېجوازه او غيرمعياري کلينيکونو په اړه قانوني اقدامات ترسره کړي دي.
د خوست امنيه قومانداني وايي چې منسوبينو یې د تېرو دوو میاشتو په لړ کې لسګونه سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.
خوست کې د دوو کورنيو ترمنځ شل کلنه دښمني پای ته ورسېده او دواړو لورو يو بل ته د دوستۍ غېږې ورکړې.
د خوست امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې يې ۱۴ کوډګر نيولي دي.
د خوست امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې انسانتښتوونکو يو دوه کلن ماشوم وژلی دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستيال وايي چې افغانستان په هره برخه کې پوه او مسلکي کسان لري او اړ نه دى چې د کار لپاره له نورو هېوادونو مسلکي کسان راوغواړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP