Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
موټرچلوونکي او ځايي مسوولين وايي، د خوست غلامخان بندر له تېرو څلورو ورځو راهیسې د باروړونکو موټرو او خلکو پر مخ تړل شوی دی.
د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستيال وايي، له ځوانانو دې د حکومت په چارو کې په کافي اندازه کار واخیستل شي او له ځوانانو یې غوښتي چې د اوسني نظام ملاتړ وکړي او په پردیو پسې دې نه ځي.
د خوست شيخ زايد پوهنتون يو شمېر استادانو په بېلابېلو دولتي سکټورونو کې د ستونزو د تشخيص او حل په موخه علمي څېړنې ترسره کړې دي.
خوست کې يوه ځوان د نجونو په ګډون لسګونه يتيمو او بېوزلو ماشومانو ته د زدهکړو زمينه برابره کړې ده.
خوست کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د کورنيو چارو وزارت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د خوست والي وایي، ځوانان دې له پردي کلتورونو ځانونه وساتي او خپل کلتور ته دې ارزښت ورکړي.
خوست کې یوې کورنۍ په خپل شخصي لګښت د اوبو بند جوړ کړی چې د څه باندې سل زره مترمکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا لري.
د خوست ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ښار کې ځيني پخواني مارکېټونه او ودانۍ د نړېدو له ګواښ سره مخ دي چې باید د مخنیوي لپاره یې اقدام وشي.
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د ځینو غيردولتي ادارو په همکارۍ ۳۵۰۰ هکټاره ځنګلونه بيا احيا شوي دي.
خوست کې د دوو کورنيو ترمنځ اوولسکلنه دښمني چې له امله يې اته کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي، پر دوستي بدله شوه.
د خوست ولايت په موسیخېلو ولسوالۍ کې ځايي خلکو په خپل شخصي لګښت د يوه لوی پله جوړولو چارې پيل کړې دي.
خوست کې له نيمه طبي لوړو زدهکړو يو شمېر نوي فارغ شوي محصلين له حکومته غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP