د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته رسېدلې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د لیبیا په یوه ساحل کې د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله ۱۶ پاکستاني وګړو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور لا نادرکه دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د سیاحتي شرکتونو له استازو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې افغان کارګرو ته دې بهر کې د کار په موخه سیاحتي ویزې نه اخلي او د سیاحت په موخه له تلونکو کسانو دې تضمین واخیستل شي.
د افغانستان د غرختنې ملي فدراسیون له لوري د هېواد د غر ختنې ملي لوبډلې لپاره ۳۰ ورزشکاران وټاکل شول.
د لوړو زدهکړو وزارت وايي چې په تحصیلي بنسټونو کې یې د څېړنو معیاري کولو په موخه درې عنوانه لارښود کتابونه چاپ کړي دي.
ستره محکمه وايي چې په کابل، اروزګان او کاپیسا ولایتونو کې یې د یوې ښځې په ګډون ۱۳ کسانو ته تعزیري سزا ورکړې ده.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبدلې پخواني لوبغاړي عمران حیدري د لیتوانیا هېواد د فوټبال غوره لیګ سیالیو کې د سوډووا په لوبډله کې د لوبېدو تړون لاسلیک کړی دی.
د انتقالي دورې لپاره د سوریې د حکومت مشر احمد شرع ویلي، داسې ټولګډونه حکومت جوړوي څو دغه هېواد کې ازاد او عادلانه ټاکنو ته لار هواره کړي.
د راپورونو له مخې، د درېیو اسرائیلي او پنځو بهرنیو بندیانو بدل کې له موقت ځنډ وروسته ۱۱۰ فلسطینیان د اسرائیل له زندانونو خوشي شوي دي.
هغه عراقالاصله سویډنی ځوان چې په دغه هېواد کې یې د قرانکریم نسخو ته اور اچولی و، تېره ورځ په خپل کور کې په ډزو وژل شوی دی.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسوولین وايي، د اترا ادارې او یو شمېر مخابراتي شرکتونو ترمنځ د کابل په ګډون اتو ولایتونو کې د ۱۴ نوو مخابراتي سایټونو جوړولو تړون لاسلیک شوی دی.
د لوړو زدهکړو وزارت وایي، د پاکستان په ګډون له هېڅ کوم هېواد سره د افغان نجونو لپاره د سکالرشیپونو تړون نه لري او په دې تړاو ټولې ادعاوې بېبنسټه دي.