د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې سږ کال دغه ولایت ته ۱۴ زره داخلي او بهرني سیلانیان ورغلي دي.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په واغظ ولسوالۍ کې یوې نجلۍ یو څلور کلن ماشوم وژلی دی.
د میدانوردګو عامې روغتیا رييس وايي چې په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې ۲۹ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او نږدې دوه میلیون کسانو ته یې روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
سيمهییز مسوولین وایي، د غزني مرکز اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله اته کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د غزني د ورزش امریت وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
غزني کې د قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د «قومونو د همغږي» په نوم غونډه کې د کوچیانو استازو وویل، لا هم لومړنیو خدماتو ته لاسرسی نه لري.
غزني ولایت کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د ۱۲ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول.
غزني ښار کې د ښاروالۍ له لوري د ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت «سونا حمام» جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د غزني ښاروالي وايي چې د یوه خصوصي شرکت په همکارۍ د دغه ښار ټولو کوڅو، کورونو او سړکونو ته نمبرونه او نومونه ورکوي او وروسته یې ګوګل ته پورته کوي څو خلکو ته د ادرسونو په موندلو کې اسانتیا رامنځته شي.
د غزني د اجرستان یو شمېر خلک د دغه ولایت له مالستان ولسوالۍ سره د غځېدلې لارې پنځه کیلومتره برخه چې په خوني کوتل کې تېره شوې، په خپل شخصي لګښت جوړوي او چارې یې نن عملاً پیل شوې.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز غزني ښار او اببند ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښو له امله اته کسان ټپیان شوي دي.
غزني کې کوچیان وايي، د دایمي مېشتېدنې لپاره ځای نه لري او له ډېرو نورو لومړنیو خدمتونو هم بې برخې دي چې حکومت یې باید د دغو حقونو ورکولو لپاره اقدام وکړي.