ننګرهار ولايت کې مسوولين وایي، د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراجالدين حقاني له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري راتګ پروسې د ارزونې په موخه تورخم ښارګوټي ته سفر کړی دی.
د ننګرهار د سوادګرۍ خونې مرستیال له وژل کېدو وروسته د دې خونې رییس وایي، د دغه ولایت یو شمېر سوداګر خپل امنیت ته اندېښمن دي، خو امنیه قومانداني وایي، په دې تړاو یې یو مظنون نیولی او د سوداګرو امنیت لپاره ځانګړي تدابیر لري.
د ننګرهار د ټرانسپورت رياست لپاره د اړوند وزارت له انکشافي بودجې په اته نيم ميليونه افغانيو لګښت د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي چارو مرستیال مهاجر فراهي وايي، اسلامي امارت د هغو رسنیو بشپړ ملاتړ کوي چې پر حقايقو ولاړې خپرونې کوي.
جلالاباد (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې له سخت باران او توپان وروسته سېلابونه راوتلي چې پنځو کسانو ته د مرګژوبلې
د ننګرهار حکومتي مسوولين وايي، په تورخم ښارګوټي کې ٣٦٧ کيلوګرامه نشهيي چې پاکستان ته قاچاق کېدل، ترلاسه شوي دي.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، په تورخم دروازه کې يې پاکستان ته د څلور ټنه لېتيم قيمتي ډبرو د قاچاق مخه نيولې ده.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښاروالۍ له لوري د ښاري پراختيا او د ګډوډۍ مخنيوي په موخه د ښاري ماسټر پلان عملي کولو چارې پيل شوې دي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د هرات تاریخي جامع جومات د امنیت ساتنې ته په لومړي ځل امنیتي قطعه ګومارل شوې ده.
د ننګرهار چارواکي وايي، د وروستي اورښت او سېلابونو راوتلو له امله د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې ۳۵۰ کورونه ویجاړ او پر لس زره جریب ځمکه ولاړ فصلونه زیانمن شوي دي.
د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه د خیبر ایجنسۍ په تورخم سیمه کې د غره ښویېدو له امله ګڼ شمېر ټېلر موټر تر خاورو لاندې شوي چې ځينو سرچينو په کې د دوو افغانانو د مړينې راپور هم ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP