د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي، ، د دغه ولایت د لعلپورې ولسوالۍ اړوند، ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د برېښنا شارټۍ له امله د تېلو او جنراټورونو پلورنځيو کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله يې دوه کسان ټپيان شوي او څه باندې یو میلیون افغانی زیان یې اړولی دی.