په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وایي چې ملګرو ملتونو د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د زلزلهځپلو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره له نړۍوالې ټولنې د نږدې ۱۴۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د دغه هېواد له ۲۳ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام مقدماتي سیالیو په لړ کې نن د میانمار پر وړاندې لوبه ترسره کوي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې په تېره اونۍ کې د هېواد د رېلپټلیو له لارې نږدې ۱۰۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان، پاکستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روان کال په نومبر میاشت کې نړۍواله شلاوریزه لوبلړۍ
د افغانستان لپاره د اوزبېکستان د ولسمشر ځانګړي استازي د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان د دفتر د رییس له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې په سیمهییزو بازارونو کې د افغانستان د ادغام په اړه خبرې کړې دي.
کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۴): د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب د کرکټ د درې اړخیزو سیالیو پایلوبه نن د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له نړۍوالې ټولنې او نړۍوالو مالي بنسټونو غوښتي چې نور دې پر افغانستان لګول شوي مالي او بانکي محدودیتونه پای ته ورسوي؛ ځکه دغو محدودیتونو په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې پر بهیر ناوړه اغېز کړی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اسټيفان دوجاریک وایي چې د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) د افغانستان په ختیځ کې د زلزلهځپلو لپاره لس میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
د افغانستان له ۲۳ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام مقدماتي سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د کویټ پر وړاندې ترسره کوي.
پاکستان د افغانستان په ختیځ کې له زلزلهځپلو سره ۱۰۵ ټنه بشري مرسته وکړه او ترکمنستان وایي ډېر ژر به خپلې بشري مرستې افغانستان ته راولېږي.
د ملګرو ملتونو ویاند وايي، د دې ادارې د ماینونو ضد د اقدام سرویس همکارانو خبرداری ورکړی چې د افغانستان ختیځ کې د زلزلېځپلې سیمې ۲۵ کیلومتره مربع ځمکه پر چاودېدونکو توکو ککړه ده.
د راپورونو له مخې، د اسټرالیا او ایرلنډ حکومتونو اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزلهځپلو سره څه باندې ۱.۵ میلیون ډالر مرسته کوي.