تېره اونۍ، یواېناېچسيار او د بښنې نړۍوال سازمان له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو پر راایستلو نيوکې کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ صادرات تر ترجیحي تعرفو لاندې پیل شول، سیګار افغانستان کې د مېرمنو وضعیت په اړه ځينې ادعاوې کړې، ا.ا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې دغه ډول ادعاوې رد کړې دي.