له پولیو د پاک افغانستان په نوم یوه بنسټ ویلي چې ټاکل شوې د راتلونکې شنبې ورځ په یو شمېر ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین د تطبیق کمپاین پیل شي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په تېر یوه کال کې یې د افغانستان په کچه څه باندې درې میلیون کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي او د بېلابېلو خدمتونو له درکه یې څه باندې دوهنیم میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د افغانستان بانک وايي، په سوداګریزو بانکونو کې محدودیت نور هم کم شوی، اوس د افغانیو انفرادي حساب لرونکي په اونۍ کې ۱۵۰ زره افغانۍ او ډالري حساب لرونکي تر دوه زره ډالرو پورې ایستلی شي چې دغه رقم مخکې ۷۰ زره افغانۍ او زر ډالر وو.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، کاناډا د افغانستان د بشري مرستو له وجهي صندوق سره درې میلیونه کاناډايي ډالر (۲،۲ میلیونه امریکايي) مرسته اعلان کړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، یوه چیني شرکت ویلي، چمتو دی چې د ۲۰ میلیون ډالرو په پانګونې سره افغانستان ته باروړونکي موټر او سکواټورونه وارد کړي.
د ماشومانو د ساتنې سازمان ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اقلیمي بدلونونو له امله په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۸ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت، په هالنډ، هسپانیا، بلغاریا، د المان په منشن ښار او چک جمهوریت کې د هېواد د استازولیو قونسلي خدمتونه او اسناد د منلو وړ بولي، خو وایي، په کاناډا، اسټرالیا، او هغو اروپایي هېوادونو کې اعتبار نه لري چی مخکې یې په اړه اعلامیه ورکړې ده.
په چین کې د افغانستان سفیر د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د پراختیا، سوداګریزو، ترانزیټي او قونسلي مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې په نږدې راتلونکي کې به په ټول هېواد کې د برېښنایي لایسنس ورکولو لړۍ پیل شي.
د م.م سیاسي استازولۍ په افغانستان کې د ښځو حقونو په اړه اندېښنه ښودلې خو اسلامي امارت دغه اندېښنې ردوي او وایي چې په افغانستان کې شرعي قوانین نافذ دي او د ټولو شرعي حقونه ورکړل شوي دي.
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي چې په تېره چنګاښ میاشت کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۶۵ زره او ۷۱۴ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د افغانستان تر ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډله د پاکستان او متحده عربي اماراتو له لوبډلو سره د یو ورځنیو لوبو درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کوي.