کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۳): له پولیو د پاک افغانستان په نوم یوه بنسټ ویلي چې ټاکل شوې د راتلونکې شنبې ورځ په یو شمېر ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین د تطبیق کمپاین پیل شي.
دغه بنسټ نن پر خپله اېکسپاڼه د ګوزڼ واکسین د تطبیق نوي کمپاین له پیلېدو خبر ورکړی دی.
د یادونې ده، دا په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین تطبیقولو پنځم پړاو دی چې د روان زېږدیز کال له پیله تر اوسه ترسره کېږي.
شاوخوا یوه میاشت مخکې دغه بنسټ په ځینو ولایتونو کې د پولیو واکسین تطبیق کړی و.
د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ د له منځه وړو عملیاتي مرکز له خوا وړاندې شمېرو له مخې، د روان زېږدیز کال له پیله تر اوسه په هلمند، نورستان، کونړ او کندهار کې د پولیو ۱۱ پېښې ثبت شوې دي.
د ماشومانو فلج یا ګوزڼ یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې کولی شي له پنځه کلنۍ کمعمره ماشومان پر دایمي جسمي ناتواني اخته کړي او ان د مړینې لامل یې شي.
افغانستان او پاکستان یوازې هغه دوه هېوادونه دي چې په کې د ماشومانو فلج ناروغي په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن