ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د ښځو حقونو په اړه د یوناما اندېښنه؛ ا.ا: د هر چا شرعي حقوق تامین دي

افغانستان کې د ښځو حقونو په اړه د یوناما اندېښنه؛ ا.ا: د هر چا شرعي حقوق تامین دي

author avatar
1 Aug 2024 - 17:34
افغانستان کې د ښځو حقونو په اړه د یوناما اندېښنه؛ ا.ا: د هر چا شرعي حقوق تامین دي
author avatar
1 Aug 2024 - 17:34

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۳): د م.م سیاسي استازولۍ په افغانستان کې د ښځو حقونو په اړه اندېښنه ښودلې خو اسلامي امارت دغه اندېښنې ردوي او وایي چې په افغانستان کې شرعي قوانین نافذ دي او د ټولو شرعي حقونه ورکړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل، مې او جون په میاشتو کې د بشري وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی دی.

راپور کې ادعا شوې چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو له بشري حقونو «سرغړونو» دوام موندلی دی.

سرچینه زیاتوي، د اپریل میاشتې له لومړۍ د جون میاشتې تر پایه په عام محضر کې د ۱۷۹ کسانو ته چې ۱۴۷ یې سړي، ۲۸ ښځې او څلور هلکان دي، فزیکي سزاګانې ورکړل شوې دي.

خو د اسلامي امارت ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دغه راپور په غبرګون کې نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یوناما وروستی راپور له واقعیتونو لرې او عقده‌مندانه دی.

فطرت زیاته کړې: «دلته شرعي قوانین نافذ دي، د هر چا شرعي حقوق تامین دي او موږ د افرادو او اتباعو حقوقو ورکولو ته د یوې شرعي او دیني وجیبې په سترګه ګورو؛ نو ځکه موږ دا راپور ردوو.»

نوموړي دغه راز زیاته کړې، د یوناما وروستی راپور چې په یوه برخه کې یې د اسلامي شرعي احکامو پلي کېدل د بشري حقونو نقض بلل شوی چې داسې څرګندونې د اسلامي شریعت د سپیڅلو احکامو ښکاره بې احترامي ده او د مسلمانانو احساسات ژوبلوي، یوناما باید د افغانستان مسلمانې ټولنې باورونو ته درناوی ولري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.