د امریکا ولسمشر ویلي، هېواد یې اوس په مستقیمه توګه له ایران سره د خبرو اترو په حال کې دی خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دواړه هېوادونه به راتلونکې اونۍ د لوړپوړو چارواکو په کچه د غیرمستقیم خبرو اترو لپاره عمان کې وګوري.
چین د جمعې په ورځ د ټرمپ د تعرفو په ځواب کې پر امریکایي محصولاتو ۳۴ سلنه تعرفه ولګوله، خو اوس د امریکا ولسمشر ویلي، که دا تعرفه لرې نه کړې نو امریکا به پر چينايي توکو پنځوس سلنه نوره تعرفه ولګوي.
سياېناېن راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د میلیاردر سلاکار ایلان ماسک پر ضد په ټوله امریکا کې پراخ لاریونونه شوي دي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون له اروپايي شرکتونو غوښتي چې په متحده ایالاتو کې د خپلو پانګونو پلانونه وځنډوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریتانیا او اروپايي ټولنې په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه امریکا ته پر صادرېدونکو توکو له لس تر ۵۰ سلنه تعرفې ولګولې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعلان کړی چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا متحده ایالاتو د سولې پلان په اوسنۍ بڼه د منلو وړ نه دی.
د راپورونو پر بنسټ د ډونالډ ټرمپ ادارې د امریکا د روغتیايي بنسټونو د لس زره کارکوونکو د ګوښه کولو بهیر پیل کړی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د امریکا متحده ایالتونو د مرستو په درېدو سره ممکن د ورځې په نړۍ کې څه باندې دوه زره د ایډز نوې پېښې ثبت شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د امریکا له یوه پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، دا مهمه ده چې دواړه هېوادونه پر دې وتوانېږي چې مسئلې د خبرو له لارې حل کړي.
د راپورونو له مخې، په یمن کې د امریکا په هوایي بریدونو کې ۵۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۸ نور ټپیان دي.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په لوېدیځو او سوېلي سیمو کې د سختو بادونو له امله تر اوسه ۳۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دولت د نوو بندیزونو د څېړنې په حال کې دی چې د افغانستان په ګډون د ۴۱ هېوادونو د وګړو سفر دغه هېواد ته محدودوي.