Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وايي، فراه ولایت کې د «کج صمد» د اوبو ستر بند د تحقيقاتو چارې پیل شوې چې پر جوړولو به یې دوه میلیارده افغانۍ ولګول شي.
د لوګر خروار ولسوالۍ د اوبو بند د ساتنې او څارنې د لومړۍ برخې پروژې چارې د نږدې ۳۱ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې د «سرخاب» اوبو بند رغولو چارې پیل شوې.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو له لوري د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ د اوبو بند پروژې لومړۍ برخې د بیارغونې چارې د ۳۱ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د غزني د رشیدانو یو شمېر اوسېدونکي وايي، وچکالیو سخت ځپلي، کروندې او باغونه یې د وچېدو له ګواښ سره مخ دي او زیاتوي، حکومت دې د دې ولسوالۍ د یوسفو درې بند چې د داوود خان په وخت کې سروې شوی، جوړ کړي.
د غزني ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په واغظ ولسوالۍ کې د اوبو یو بند جوړولو چارې ۸۰ سلنه مخې ته تللې چې په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۲۰۰ زره هکټاره ځمکه خړوبه شي او ۵۰۰ کورنۍ به په مستقیم ډول ترې ګټه پورته کړي.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام/ UNDP له لوري د زابل د مرکز کلات ښار اړوند په «تنه څاه» کلي کې د ۹۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه بند جوړولو چارې بشپړې شوې او نن ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.
. . .
د لوګر د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د محمداغې ولسوالۍ د «سرخ اب» اوبو بند له ۲۰ کلونو وروسته یو ځل بیا د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره فعال شو.
د غزني د واغظ او قرهباغ ولسوالیو ترمنځ د سرو کاڼو په نوم د اوبو زېرمه کولو بند د جوړولو چارې پیل شوې.
د پژواک د هغه راپور له خپرېدو وروسته چې د وري په ۹مه يې د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د وچکالۍ په اړه خپور کړ، اوس حکومت په دغه سيمه کې د اوبو بند جوړولو کار پيل کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP