په بامیان ولایت کې د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو رسولو د دوو پروژو چارې رسماً پیل شوې.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار په نهمه ناحيه کې د يوه خيريه بنسټ له لوري د شاوخوا يو نيم ميليون افغانيو په لګښت ۶۰۰ کورنيو ته د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکه جوړه شوه.
د تخار ولایت له کوکچې برې ولسوالیو ځیني اوسېدونکي په دې وروستیو کې د امو سیند د اوبو کچې راپورته کېدو له امله اندېښمن دي، وايي چې سلګونه کورونه او زرګونه جریبه ځمکې تر جدي ګواښ لاندې دي.
د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د يونيسف ادارې په څلور نيم ميليونه افغانۍ مالي مرسته، د څښاک اوبو رسونې يوه شبکه جوړه شوه.
د بلخ ولایت بزګر د کرنې لپاره له څاګانو د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو را ایستل که څه هم اسانتیا بولي، خو د دې برخې کارپوهان وایي چې دغه کار د اوبو کچه ټيټوي او د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په مرغۍ کلي کې د څښاک پاکو اوبو د یوې پروژې کار پیل شو چې په بشپړېدو به یې زرګونو کورنیو ته د څښاک صحي اوبه برابرې شي.
د چاپېریالساتنې کارپوهان پر دې باور دي چې د افغانستان ګڼمېشت ولایتونه، په ځانګړي ډول کابل د خوږو اوبو له جدي کمښت سره مخ دی؛ که حکومت د دې ستونزې د هواري لپاره اقدام ونه کړي، کابل به د خوږو اوبو د کمښت له ناروین سره مخ شي.
د کندهار ښار په ۹ مه ناحیه کې د څښاک اوبو د یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې د دې سیمې ۳۶۰۰ کورنیو ته پاکې اوبه ورسېږي.
د نيمروز ولايت د مرکز زرنج ښار اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه ښار کې د څښاک اوبو بيې تر بل هر وخت ډېرې لوړې شوې، خو ښاروالي بیا وايي چې د نرخپاڼو په ټاکلو سره يې د اوبو بيې کنټرول کړې دي.
د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د اوبو پر سر شخړې له امله يو کس وژل شوى دى.
پلخمري (پژواک، ٢٣ ورى ١٤٠١): د بغلان د اوبو رسونې ادارې مسوولين وايي، په تېر ژمي او پسرلي کې د نامنظمو او کمو ورښتونو له
د ميدان وردګ مسوولین وايي، د دغه ولايت په نرخ ولسوالۍ کې ۱۵۰ کورنيو ته د څه کم څلور ميليون افغانيو په لګښت د پاکو اوبو رسولو شبکه جوړه شوه.