پلخمري (پژواک، ٢٣ ورى ١٤٠١): د بغلان د اوبو رسونې ادارې مسوولين وايي، په تېر ژمي او پسرلي کې د نامنظمو او کمو ورښتونو له امله به سږ کال د اوبو کچه د تېرو کلونو په نسبت ټيټه وي.
د بغلان سیندییزې حوزې امر لطف الرحمن رحماني د وري په ۲۳ مه پژواک ته وويل چې په ژمي موسم کې ورښتونو ته په کتو سره سږکال به د اوبو کچه په هغه اندازه نه وي چې وار له مخې کروندګرو ته ډاډ ورکړل شي.
هغه وايي: ((تېرکلونه به موږ څو ځله اوبه اندازه کولې، خو سږکال يوازې اته مياشتې وړاندې يو ځل اندازه شوي چې هغه هم کم ښودل شوې دي؛ نو ويلی شو چې سږکال به د اوبو کچه ټيټه وي.))
نوموړي اندېښنه وښوده چې سږکال د بغلان کروندګر به په دويم فصل کې د اوبو له کمښت سره مخ شي.
دغه راز د بغلان د کرنې او مالدارۍ ريیس مهراب الدین بلال هم سږکال په دغه ولایت کې د اوبو د کمښت په اړه اندېښنه وښوده.
دى وايي: ((زموږ د اټکل له مخې سږکال به هغه کروندې د اوبو له کمښت سره مخ شي چې ډېرو اوبو ته اړتيا لري.))
د بلال په وينا، د يوې کمېټې د جوړېدو هڅې پيل کړې دي؛ څو کروندګرو ته قناعت ورکړي چې پر هغو ځمکو څه ونه کري چې ډېرو اوبو ته اړتيا لري.
بل لور ته بغلان کې کروندګر هم د اوبو کمښت ته اندېښمن دي.
د مرکز پلخمري اړوند د ايشان کلي اوسېدونکي شاه محمد پژواک ته وويل، هرکال يې په ٢٠ جريبه ځمکه شولې او په څه لس جريبه ځمکه لوبيا او نوره ترکاري کرله؛ خو سږکال اوبو ته اندېښمن دى.
هغه زياتوي: ((شولې ډېرې اوبه غواړي خو دا شته اوبه راته کمې ښکاري؛ نو حيران يم چې څه وکړم.))
په همدې حال کې ځینو نورو کروندګرو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
د يادونې ده، بغلان تر کندوز وروسته هغه ولايت دى چې شولې پکې ډېرې کرل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










