د بدخشان د عامې روغتیا ریاست په دغه لایت کې د تېرو څلورو میاشتو پر مهال پر خوارځواکۍ د اخته ۳۰۰ ماشومانو د ثبت خبر ورکوي او وايي، له دې ډلې لسو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بدخشان سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د ګرځندوی صنعت د بیا غوړېدو خبر ورکوي او وایي، په تېرو څلورو میاشتو کې له ۲۰زرو ډېرو داخلي او بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سرحدي ستونزو څېړلو په موخه بدخشان ولایت ته سفر کړی، وایي چې له نړۍ سره د افغانستان اړیکي د ښه کېدو په حال کې دي او اوسمهال په کابل کې ۱۵ بهرني سفارتونه خلاص دي.
د بدخشان سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳ کسان مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي.
په بدخشان ولایت کې سیمهییزې سرچینې وايي، د ریختر په کچه ۴،۸ درجې زلزلې دغه ولایت ولړزاوه.
په بدخشان کې سیمه ییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت د چاپېرساتنې رییس د ماین له چاودنې روغ وتلی خو دوه ساتونکي یې ټپيان شوي دي.
فیضاباد (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۱): ځایي چارواکي وایي چې په بدخشان ولایت کې د تندر لوېدو له امله د دوو وروڼو په ګډون درې کسان
د بدخشان ولايت په څلورو ولسواليو کې د تېرو دوو ورځو سېلابونو لسګونه کورونه، کرنيزې ځمکې او دغهراز د دغه ولايت په بهارک او وردوج ولسواليو کې دوه عمومي سړکونه هم ویجاړ کړي دي.
په بدخشان کې ځايي سرچينې وايي، په دغه ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله یو ماشوم مړ شوی او د عمر ثالث ٢١٩ فرقې پلې لوا د پنځم کنډک رییس ارکان په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د فیض اباد ښار په ولایتي روغتون کې د اکسیجن د تولید یوه دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
. . .
د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د زرمینځلو د یوې کارخونې ښويېدو له امله دوه کان کیندونکي مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.