ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د تندر لوېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي

بدخشان کې د تندر لوېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي

author avatar
21 Jun 2022 - 01:45
بدخشان کې د تندر لوېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي
author avatar
21 Jun 2022 - 01:45

فیض‌اباد (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۱): ځایي چارواکي وایي چې په بدخشان ولایت کې د تندر لوېدو له امله د دوو وروڼو په ګډون درې کسان مړه شوي دي.

د دغه ولایت له پېښو سره د مبارزې رییس مولوي محمد اکرم اکبري د غبرګولي په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه نن غرمه مهال د تشکان ولسوالۍ په ملنګان سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، یادو کسانو د تیز باران له امله تر یوه څپرې لاندې ناست وو چې ناڅاپه پرې تندر لوېدلی او درې واړه مړه شوي دي.

اکبري وایي چې په مړه شوو کې دوه وروڼه شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم په کشم ولسوالۍ کې د تندر لوېدو پېښه کې دوه وروڼه مړه شوي وو.

Visits: 35

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.