ژبه

بدخشان کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

فیض‌اباد (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د بدخشان ولايت په څلورو ولسواليو کې د تېرو دوو ورځو سېلابونو لسګونه کورونه، کرنيزې ځمکې او دغه‌راز د دغه ولايت په بهارک او وردوج ولسواليو کې دوه عمومي سړکونه هم ویجاړ کړي دي.

د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس مولوي محمد‌اکرم اکبري وایي، د دې ولايت په جرم، وردوج، بهارک او ارګو ولسواليو کې د تېرو دوو ورځو سېلابونو د سيمې د اوسېدونکو لسګونه کورونه، باغونه او کروندې ويجاړې کړې او د فيض اباد – فيض بهارک عمومي سړک هم د ښار په وروستۍ سیمه کې تخریب کړی دی.

هغه زياته کړه، د وردوج – بهارک عمومي لاره هم د سېلابونو له امله تړل شوې وه چې د وردوج ولسوالۍ د سيمه‌ييزو مسوولینو په همکارۍ پاکه او اوس د ترافيکو پر مخ پرانیستې ده.

د اکبري په وینا، د سېلابونو له امله يوازې د ارګو ولسوالۍ په غوجه‌اشتل کلي کې نهه کورونه ويجاړ شوي دي.

خو هغه زیاتوي، د اړوندو ادارو او همکارو موسسو د سروې ټیمونه پر څېړنو بوخت دي چې له هر اړخیزې سروې وروسته به زیانمنو ته مرستې ووېشل شي.

په ورته مهال، د جرم ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دشت‌نور سيمه او د دشتک کلي په لمن کې د سېلابونو راوتلو له امله د بادرنګو د سړو خونو سربېره، د لوبيا او غنمو د کروندو په ويجاړولو سره سخت مالي زيانونه اړولي دي.

دوی زياته کړه، د یادو زيانونو ترڅنګ يې درې د کرنيزو اوبو کانالونه هم سېلابونو ډک کړي چې که دولت او مسوول بنسټونه يې د پاکولو لپاره ژر تر ژره اقدام ونه کړي، د ولسوالۍ خلکو او کروندګرو ته به نور زيان هم ورسوي.

ورته موضوع