د بغلان د کرنې رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې سږ کال د وچکالۍ له امله د غنمو په حاصل کې ١٥ سلنه کموالی راغلی دی.
د بغلان د کرنې رياست وايي چې په وروستيو ورځو کې په دغه ولایت کې د پستې ونو وهلو په تور ١٢ کسان نيول شوي دي.
د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې یوه ښځه او په مرکز پلخمري کې بیا یو صراف وژل شوي دي.
د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله دوه زده کوونکي مړه او پنځه نور کسان ټپيان شوي دي.
بغلان ولایت ته د کډوالو چارو سرپرست وزیر د سفر په لړ کې، د دغه ولایت له ۳زره بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستې لړۍ پیل شوه.
د بغلان ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لورې د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د خټکي ګل تر سرلیک لاندې لومړنۍ مشاعره وشوه.
د بغلان د کرنې رياست مسوولين وايي، سږ کال به د دغه ولايت د پستې حاصلات د تېر کال په پرتله دوه نيم برابره ډېر شي.
د بغلان په ولایتي روغتون کې د ١٢٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د اکسېجن د تولید دستګاه فعاله شوه.
د بغلان ولایت امنيتي مسوولين وايي چې د نشهيي توکو د کارولو او پلور په تور يې اته کسان نيولي دي.
د بغلان ولایت د ترافيکو مديريت وايي، په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي دي.
د بغلان د نباتاتو د ساتنې چارو مسوولین وايي، سږ کال د بودیجې او نورو امکاناتو د نشتوالي له امله، د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې کابو لس زره هکتاره کرنیزې ځمکې او مالچر، ملخانو ځپلي دي.
د بغلان حکومتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې درې کسان په هدفي وژنو کې د لاس لرلو په تور نيول شوي دي.