ژبه

بغلان کې «د خټکي ګل» په نوم مشاعره وشوه

پلخمري (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د بغلان ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لورې د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د خټکي ګل تر سرلیک لاندې لومړنۍ مشاعره وشوه.

دا مشاعره په بغلان پوهنتون کې جوړه شوې وه چې د لسګونو شاعرانو تر څنګ په کې د پوهنتون استادانو او سلګونو محصلینو ګډون کړی وو.

د مشاعرې لومړۍ برخه ویناوو او دویمه هغه یې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي په خپله وینا کې وویل، دا ډول غونډې د ځوانانو تر منځ یووالی راولي او له خپل رښتیني کلتور څخه یې خبروي.

هغه زیاته کړه، هوډ لري په دغه ولایت کې د چونغر، کرکر او نورو لرغونو ځایونو په نومونو ورته مشاعرې او ادبي ناستې جوړې کړي.

د بغلان پوهنتون رییس ګل رحمن رحماني هم په خپله وینا کې د ادبي ناستو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې دا ډول فرهنګي غونډې د ځوانانو په ځانګړې توګه د محصلینو د فکري ودې او له ادبیاتو سره د اشنايي لامل کېږي.

ورپسې ازاده مشاعره پیل شوه چې شاعرانو په کې په پښتو، دري او ازبیکي ژبو خپل شعرونه واورول چې هېوادپالنې، ازادۍ، مینې او ورورولۍ ته لیکل شوي وو.

د اوسني سرپرست حکومت له راتلو وروسته دا دویمه مشاعره ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا په بغلان کې جوړېږي.

پنځه میاشتې مخکې په دغه ولایت کې لومړۍ مشاعره د ازادۍ تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.

ورته موضوع