د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې دوه کسان د تاریخ تېرو خوراکي او غیر خوراکي توکو د پلور په تور ونیول شول.
د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په بنو ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ د پخواني امنیه قوماندان په ګډون ۸ وسله وال وژل شوي دي.
د بغلان حکومتي مسوولین وايي چې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې یوه ښځه او یو سړی وژلي دي.
. . .
د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د سړک خرابېدو له امله د ټېلري موټرو پرمخ د کابل- شمال تړل شوې لویه لار تر جوړېدو وروسته د ټولو موټرو پرمخ خلاصه شوه.
د بغلان د ترافیکو مدیر وایي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د دوو موټرو د ټکر له امله يو کس مړ شوی او دوه نور ټپيان دي.
پلخمري (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۱) : حکومتي مسوولین وایي د بغلان ولایت پر یوه غرنۍ سیمه د تندر پرېوتو په پېښه کې یو شپونکی مړ
د بغلان مسوولین وایي، د دغه ولایت پر ډنډ غوري او دهنه غوري سیمو د تېرې شپې له تېز باران وروسته د راوتو سېلابونو له امله څلور کسان مړه شوي او د سلګونو کورونو ترڅنګ د زرګونه جریبه کرنیزې ځمکو کروندې یې اوبو لاندې کړې دي .
د بغلان ولایت د مستوفیت مسوولین وايي، په تېرو کابو اوو مياشتو کې يې ۱۷۱ میلیون افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
د بغلان له ځنګلونو د څار او ساتنې چارو ادارې مسوولین وايي، په دې وروستیو څو میاشتو کې ددغه ولایت له ځنګلونو د وچو لرګیو په پلمه ٣٠ سلنه د پستې ونې وهل شوې دي.
د بغلان د کرنې رياست مسوولين وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې پر څه باندې ٦٢زره هکټاره ځمکه په طبيعي ډول انجه راشنه شوې او دغه راز انجې کرلو ته د خلکو لېوالتيا هم ډېره شوې ده.