منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۵ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

بغلان کې د تندر پرېوتلو له امله یو شپونکی مړ شوی

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۴ کتنې · تازه شوی

پلخمري (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۱) : حکومتي مسوولین وایي د بغلان ولایت پر یوه غرنۍ سیمه د تندر پرېوتو په پېښه کې یو شپونکی مړ شوی دی.

بغلان ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریس مولوي مصطفی هاشمي د غوایی په ۱۴ مه پژواک اژانس ته وویل نن له غرمې وروسته د بغلان ولایت بکلاو په نوم سیمه کې د مېږو پر پنډغالي تندر پرېوتی چې له امله یې یو شپونکی مړی شوی دی.

هاشمي وایي د پېښې له ځایه یې نږدې لیدنه وکړه تندر د پنډغالي پر هغه ځای چې شپونکی په کې ناست وو را پریوتی چې له امله یې خپله شپونکی او درې مېږي مړې شوي.

د یادونې ده تېره شپه هم په دغه ولایت کې د وروستیو اورښتو له امله په راوتو سېلابونو کې څلور شپانه او شاوخوا شل څاروي مړه شوي وو.